د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

نواز شربف نور په ټاکنو کې برخه نشي اخیستی


د پاکستان سترې محکمې ددې هېواد مخکینی صدراعظم نواز شریف د ټول عمر لپاره په سیاسي بهیر کې له ګډون نه منع کړ او پرېکړه یې وکړه چې نوموړی نشي کولای تر دې وروسته په ټاکنو کې برخه واخلي.

سترې محکمې دا پرېکړه نن جمعه په ورځ کړې او پخپلې تفصیلي پرېکړې کې یې ویلي:

"د پاکستان د اساسي قانون د «۶۲مادې ـ ایف ۱» په معیار پوره نه خېژي او صادق و امین نه وي، نه شي کولای چې د ټول عمر لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي او د پارلمان غړی شي."

د پاکستان محکمه
د پاکستان محکمه

د پاکستان سترې محکمې پر نواز شریف سر بېره د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پخوانی جنرال سکرټر جهانګیر ترین هم د ټول عمر لپاره نااهله کړ او په ټاکنو کې یې له برخې اخیستو منع کړ.

محکمې همداشان په خپلې پرېکړې کې ویلي دي:

"په راتلونکې کې که محکمه یو کس نااهله وګرځوي نو د هغه د تل لپاره د پارلمان غړی نه شي جوړېدلی."

د پاکستان سترې محکمې د دې هېواد مخکینی صدراعظم نوازشريف د تېر ۲۰۱۷مېلادي کال په جولای میاشت کې د پاناما اسنادو په قضیه کې د صدراعظمۍ له څوکۍ نه ښکته کړ چې بیا وروسته نوموړی د خپل ګوند «مسلم لیګ ن» له مشرۍ څه هم لیري کړی شو.

محکمې شریف په انتخاباتو کې له ګډون نه منع کړ.
محکمې شریف په انتخاباتو کې له ګډون نه منع کړ.

د سترې محکمې د پرېکړې تر اعلانېدو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د رسنیو له استازو سره په خبرو کې وویل چې نواز شریف هېڅ درغلي نه ده کړې او ټینګار یې وکړ، چې"د احتساب محکمې هم د مقدمې په اورېدنه کې د هغه خلاف هېڅ ثبوت نه دی موندلی."

له واک نه د نوازشریف تر لیري کېدو وروسته د هغه د ګوند بل غړی شاهد خاقان عباسي د پاکستان نوی صدراعظم او ورور یې شهباز شریف د مسلم لیګ ن نوی مشر وټاکل شول.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې نواز شریف په بېلابېلو غونډو او جلسو کې د خپلې بې واکۍ له امله پر سترې محکمې او عدلیې سختې نیوکي کړي دي.

XS
SM
MD
LG