د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

ستره محکمه: نواز شریف د مسلم‎لیګ ګوند لپاره بې‌صلاحیته او پرېکړې یې باطلې دي


د پاکستان سترې محکمې د دې هېواد د مسلم‎لیګ ګوند مشر او پخوانی صدراعظم نواز شریف د دې ګوند د مشرتابه د څوکۍ لپاره نامناسب او بې‌صلاحیته بللی دی.

د پاکستان سترې محکمې ویلي، کله چې یو څوک د دولتي څوکۍ څخه بې‌صلاحیته کړی شي، نه‎شي کولای د یو سیاسي ګوند مشري وکړي.

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د سترې محکمې د قاضي‎القضات ثاقب نثار په مشرۍ منصفه پلاوي په خپله فیصله کې وویل چې د پارلمان له څوکۍ د بې‌صلاحیته کېدو راهیسې چې ورسره نواز شریف له صدراعظمۍ لیرې شو، نوموړي چې د خپل ګوند په اړه څومره پرېکړې کړي، هغه هم باطلې دي.

سترې محکمې دا پرېکړه، د پاکستان د انتخاباتي قانون په اړه د تحریک انصاف، پیپلز ګوند او عوامي مسلم‎لیګ په ګډون د یو شمېر غوښتن‎لیکونو په اورېدو کې کړې دي.

نواز شریف
نواز شریف

تر دې مخکې د ۲۰۱۷ میلادي کال په جولای کې دې محکمې د پاناما قضیې په اورېدو کې د نواز شریف او د هغه د کورنۍ شتمنۍ تر پوښتنې لاندې راوستې او پر هغه‌یې تور پورې کړ چې سم معلومات‌یې نه‎دي ورکړي، نو ځکه صادق او امین نه‎دی پاتې او په همدې اساس د پارلمان له څوکۍ بې‌صلاحیته کړی شو.

نواز شریف د دې فیصلې پر اساس د صدراعظمۍ دنده پرېښوده، خو د پاکستان د انتخاباتي قانون پر بنسټ‌یې د ګوند مشري کوله.

شریف له هغه وخت راهیسې په بیا-بیا ټول تورونه رد کړي.

د مسلم‎لیګ «ن» ویاند صدیق الفاروق د چهارشنبې پر ماخوستن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، دوی به د ولس په زور د سترې محکمې د پرېکړې مقابله کوي.

دی وايي:

"زموږ ګوند وايي چې دا غیر منصفانه فیصله ده، ځکه چې دا مشخصاً د نواز شریف لپاره ده. موږ به د ولس په طاقت، په پُر امنه توګه د دې فیصلې مقابله کوو. زموږ په اند پارلمان ټاکونکی دی او قانون جوړ شوی. نو قانون له قانون جوړونکي نه‎شي لوړېدای."

صدیق الفاروق زیاته کړه چې دوی د ګوند په یوه غونډه کې لنډمهاله مشر ټاکي او خپله راتلونکې کړن‎لاره به هم روښانه کړي، خو ده په دې اړه نور تفصیل ورنه‎کړ.

بل‎خوا د پاکستان د تحریک انصاف ګوند ویاند فواد چوهدري د سترې محکمې دا پرېکړه تاریخي بللې ده او ویلي یې دي، دا اقدام به په پاکستان کې ډموکراسي پیاوړې کړي.

د نواز شریف ګوند د دې هېواد په ملي اسامبلۍ کې اکثریت لري او هیله لري چې د روان کال د مارچ د درېیمې نېټې په انتخاباتو کې به د سنا مجلس کې هم اکثریت خپل کړي.

XS
SM
MD
LG