د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۲۱

نوازشریف یو ځل بیا د پاکستان مسلم لیګ «ن» حزب رئیس وټاکل شو


د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف یو ځل بیا د پاکستان د حاکم حزب مسلم لیګ «ن» رئیس وټاکل شو.

هغه د پاکستان د سترې محکمې له خوا د جولای په اته ویشتمه له صدراعظمۍ لرې کړای شوی و.

د مسلم لیګ «ن» د رئیس په توګه نوازشریف نن یو ځل بیا وروسته له هغه د دغه ګوند په مقر کې انتخاب شو چې پارلمان پرون یو لایحه تصویب کړه او له مخې یې د محکمې له خوا بې واکه شوي چارواکي پرېښودل شول چې سیاسي ګوندونه مخته یوسي.

په نوازشریف تور پورې و چې د پانامه په قضیه کې یې فساد کړی او د کورنۍ ځینې غړي یې هم په همدې سبب تورن شوي دي.

په دې سربېره چې محکمې هغه له صدراعظمۍ لرې کړ د هغه او د کورنۍ د ځینو غړیو پر ضد یې د فساد ضد د دوسیې د مخته وړلو امر هم کړی و.

پرون د فساد ضد یوې محکمې د شریف او د هغه د کورنۍ د ځينو غړیو محاکمه د دې لپاره یوه اوونۍ وځنډوله چې په قضیه کې د هغه دخیل بچیان محکمې ته نه و ورغلي.

شریف په ځان پورې لګېدلي تورونه بې ځایه بللي او له واکه د لرې کولو په خاطر یې پوځي چارواکي ملامت کړي دي.

XS
SM
MD
LG