د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

نامعلومو کسانو په اسلام اباد کې یو خبریال په وهلو ډبولو ټپي کړی دی


د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د یوې انګرېزۍ ورځپاڼې پر خبریال نامعلومو کسانو حمله کړې او هغه یې په وهلو وهلو ټپي کړی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، نامعلومو کسانو د پاکستان د جنګ ګروپ اړوند مشهورې دي نیوز «The News» ورځپاڼې خبریال احمد نوراني د جمعې په ورځ د اسلام اباد په زیرو پواینټ نومي سیمه کې ټپي کړی دی.

نامعلومو موټر سیکل سپرو وسله والو خبریال نوراني په زوره له خپل موټره تر کوزولو وروسته په وهلو ډبولو بې هوښه کړ او بیا د پېښې له ځایه وتښتېدل.

د یادې ورځپاڼې یوه مشر خبریال انصار عباسي پر خپلې ټویټر پاڼې پر خپل خبریال د برید پخلی کړی او لیکلي یې دي چې ۶ بریدګرو پر خبریال نوراني حمله کړې چې په نتیجه کې یې د هغه پر سر ژور ټپونه راغلي دي.

د اسلام اباد پولیسو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې خبریال نوراني یې تر وهلو وروسته روغتون ته لېږدولی، روغتیايي وضعیت یې ورته د ډاډ وړ بللی او زیاتوي چې د پېښې تحقیقات یې پیل کړي دي.

له بلې خوا د پاکستان د مخکیني صدراعظم نوازشریف لور مریم نواز او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان په ګډون ګڼ شمېر سیاسي مشرانو، ژورنالیستانو او د خبریالانو بېلابېلو ټولنو په اسلام اباد کې پر خبریال حمله په سختو ټکو غندلې ده.

مریم نواز په پر خپلې ټویټر پاڼې د خبریال نوراني د ژر درملنې هیله ښودلې او دا پېښه یې زړه ماتوونکې بللې ده.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان بیا پر نوراني د برید په غبرګون کې پر هغه سربېره د ټولو ژورنالېستانو پرخلاف د تشدد غندنه کړې ده.

د خبریالانو د خندیتوب ټولنې Committee to Protect Journalists د وینا له مخې، پاکستان د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د خبریالانو پر ضد د تشدد پېښې پکې ډېرې رامنځته کېږي.

د یادونې وړ ده، په روانه اکتوبر میاشت کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پر خبریالانو د نامعلومو کسانو له خوا د بریدونو او د هغوی د تښتولو څو پېښې شوي چې په نتیجه کې یې یو خبریال وژل شوی هم دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG