د خبريالانو د خونديتوب کمېټې نوی راپور وايي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په ټوله کې د خبريالانو تلفات کم شوي دي، خو په هغو سیمو کې چې جګړه روانه ده خبریالانو ته زیات تلفات اوښتي دي.
دغه راپور چې د ډسمبر په نولسمه نيويارک مېشتې د خبريالانو د خونديتوب نړیوالې کمېټې خپور کړی وايي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې پر لږو خبریالانو هدفي حملې شوي خو هغو خبريالانو او عکاسانو ته دغه کال ډېر خونړی وو چې له جګړه ځپلو سيمو څخهيې راپورونه ورکول.
د افغانستان د ژورنالېستانو د ټولنې مشر رحيمالله سمندر له دې راپور سره موافق دی او وايي:
"په ۲۰۱۶ میلادي کال کې خبريالان ډېر ګواښل شوي او ډېر خبريالان مو له لاسه ورکړي دي. د ۲۰۱۶ میلادي کال ارقام ښيي چې ۱۳۰۰ خبريالانو يا د رسنيو کارکوونکو په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د نورو تېرو کلونو په پرتله دغه رقم ډېر لوړ دی."
دی دغهراز زیاتوي چې په افغانستان کې خبريالانو ته د ګواښل کېدو، د ټپي کېدو، د بندي کېدو پېښې او د اخطارونو پېښې هم د تېرو ټولو کلونو په پرتله زیاتې شوي دي او تر اوسه لا کال پای ته نهدی رسېدلی او دوی اندېښنه لري چې دا ارقام به زيات شي.
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې ويلي چې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهيسې خبریالانو ته سخت تلفات اوښتي چې د جګړو د دوو خواوو تر منځ راغلي، په ځانګړي توګه په منځني ختيځ هېوادونو کې.
راپور وايي، د ۲۰۱۶ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ډسمبر تر ۱۵مې نېټې پورې شاوخوا ۴۸ خبريالان وژل شوي او دا شمېر تېر کال ۷۲ وو.
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې راپور زياتوي چې په پاکستان کې د ډان خبرپاڼې يو کمرهمېن او د اج ټلوېزيون يو کمرهمېن په اګسټ مياشت کې په کوټه کې د بم په حمله کې ووژل شول چې ۷۰ نور کسانيې هم ووژل.
همداراز په ۲۰۱۶ میلادي کال کې سوريه د خبريالانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد و.
راپور وايي چې د تېرو پنځو کلونو پر مهال په دغه هېواد کې ۱۰۷ خبریالان د دندې پر مهال وژل شوي دي.
دغه راپور زیاتوي چې اسلامي سخت دريځې ډلې لکه داعش، په ټوله نړۍ کې د دغو نيمايي خبريالانو د وژلو مسئولې دي.
د خبریالانو د خونديتوب کمېټې دغه راپور ويلي چې په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه دنده د کمرهمين او خبریال ده.