د سوریې حلب ښار کې درنو جګړو او ډزو د ښار له ختیځې برخې د مخالفینو او ولسي خلکو د ایستلو پلان وځنډاوه.
ټاکل شوې وه چې د اوربند په ترڅ کې نن سهار مهال د خلکو وتل پیل شوي وی، خو ښکاري چې جنګ زورور شوی دی.
په سوریه کې د بشري حقونو د څار سازمان تائید کړه چې د جبهې پر هره کرښه سخت جنګ روان دی.
د روسیې دفاع وزارت مخکې ویلي وو چې د سوريې حکومتي ځواکونو د حلب پر ختیځ باندې خپل برید وروسته له دې بیا پیل کړ چې د روسي چارواکو په وینا وسلهوالو مخالفینو د ترکیې او روسیې په منځګړیتوب شوی اوربند مات کړ.
خو د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په انقره کې وویل چې د جمهور رئیس بشار اسد حکومت او ملاتړي يې د اوربند د مخنیوي کوښښ کوي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ اوس وینو چې د سوریې رژیم او نورې ډلې د اوربند د مخنیوي کوښښ کوي او دلته روسیه هم ده او ایران هم او یو شمېر ډلې چې ایرانیې ملاتړ کوي او طبعاً د روسیې رژیم هم، پر دغسې یو بشري وضعیت کې موږ نهغواړو چې یو اړخ بل ملامت کړي، پنډوس «توپ» بل چا ته وغورځوي، دلته یو تفاهم شته او یو توافق شوی چې باید پلی کړای شي."
د سوريې رژیم په حلب ښار باندې د خپل واک د خورولو لپاره د مسکو له هوایي ملاتړه برخمن دی او د ایران او لبنان یو شمېر شیعه ډلې يې هم تر څنګ دي.
ټاکل شوې وه چې د حلب ښار له ختیځه د ولسي خلکو او جنګیالو وتل نن سهار مهال پیل شي، خو د توپخانې ډزې نن سهار پیل شوې او هغه بسونه چې ټاکل شوې وه خلک بهر کړي بېرته خپلو ګراجونو ته ستانه شول.
یو شمېر خبریالان او وسلهوال کسان چې د مخالفینو تر کنټرول لاندې وروستۍ سیمه کې لا پاتې دي وایي چې دولتي ځواکونو له سهاره راهیسې پر دغې سیمې باندې لسګونه توغندي وورولي دي.
دوی وايي چې الوتکو په بمباریو یو ځل بیا لاس پورې کړی دی.
د محمود ارسلان په نامه د رسنیو یو فعال وویل دوی داسې بمبار او ډزې کوي چې ګواکي کوم اوربند یا له ښاره د ولسي خلکو د وتلو اصلاً کوم پلان نهوي.
هغه وویل چې دولتي ځواکونو اعلان وکړ چې موږ ټول وژني.
د روسيې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې د حلب په ختیځ کې د وسلهوالو مخالفینو مقاومت به په راتلونکو دوه درې ورځو کې پای ته ورسېږي.
ملګرو ملتونو د هغو ادعاوو په هکله اندېښنه ښودلې چې وايي، یو شمېر کسان د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته له اوښتو وروسته لادرکه شوي دي.
ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ وویل چې د سوریې د رژیم پلوي ځواکونو په لاس د ګڼو وژنو مؤثق راپورونهيې ترلاسه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې ویاند روپيرت کالویل وویل چې دغه رپوټونه وايي چې د یوولسو ښځو او دیارلسو ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۸۲ کسان په وروستیو ورځو کې وژل شوي دي.
هغه وویل چې رپوټونه څرګندوي چې حکومت پلوي ځواکونه کورونو ته ننوتلي او ګڼ خلکیې چې د تېښتې په حال کې وو ځای پر ځای وژلي دي.
حلب د سوريې تر پنځه کلنې جګړې مخکې د دغه هېواد نسبت نورو ښارونو ته ډېر نفوس درلوده.