د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۳

خبرونه

د سوريې حلب کې نافذ شوى اوربند ظاهراً مات شو

هغه اوربند چې د سوريې له حلب څخه د ياغي جنګياليو او ملکيانو د وتلو لپاره ورباندې سلا شوې وه، ظاهراً مات شوى دى.

له دغه ښار څخه د شديدې جګړې او د توپونو د ډزو راپورونه ورکړل شوي دي.

د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې د توپونو ډزې او د جګړې په لومړۍ کرښه کې د شديدو شخړو راپورونه تائيد کړي دي.

تر دې مخکې د روسيې دفاع وزارت ويلي وو، د سوريې دولتي ځواکونو وروسته له هغې د حلب په ختيځ کې خپله حمله بېرته پيل کړه، چې د دغه وزارت په وينا اول ياغيانو له دغه اوربند څخه سرغړونه وکړه.

دغه لنډمهال اوربند د ترکيې او روسيې په منځګړيتوب رامنځته شوى و.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو په انقره کې وويل، د سوريې دولتي ځواکونه او نورې ډلې هڅه کوي، د اوربند د هغې موافقې مخه ونيسي، چې د ترکيې او روسيې له‌خوا ورباندې موافقه شوې ده.

د حلب د ټولو برخو د نيولو لپاره په روانه پوځي مبارزه کې له اسد سره د روسيې هوايي حملې ملتيا کوي، دغه‌راز د ايران او لبنان ځينې شيعه ملېشې یې هم ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف نن په مسکو کې د حلب پر وضعيت يوه کنفرانس ته وويل:

"تمه لرم، چې ياغيان به په راتلونکو دوو يا درېيو ورځو کې له مقاومت څخه لاس واخلي. د دوى لږ شمېر کسانو د اوربند له رعايته انکار کړى، خو دا په خپله د دوى انتخاب دى."

د روسيې دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نېږدې شپږ زره ملکيان د حلب د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو څخه وتلي او ٣٦٦ ياغيانو خپلې وسلې پر ځمکه ايښي او له دغو سيمو وتلي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ په زیاتو شویو نښتو کې نوې ادعاوې

په داسې حال کې چې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ نښتو زوراخیستی، مصر او متحده عربي اماراتو له سعودي عربستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

حوثیانو د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۵ ادعا وکړه چې د مأرب ولایت په سیمه کې یې د عملیاتو پر مهال د سعودي عربستان یوه "اېف-۱۵" جنګي الوتکه نسکوره کړې ده. خوسعودي د دې خبر ترخپریدو پورې دغه ادعا نده تایید کړې.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع پر سعودي عربستان تور ولګاوه چې په وروستیو ورځو کې یې د یمن په بېلابېلو سیمو سلګونه هوايي بریدونه کړي دي.

دا ادعا څو ساعته وروسته له هغې مطرح شوه چې د سعوي عربستان په مشرۍ ایتلاف اعلان وکړچې د دې هیواد د هوایي مدافعې ځواکونو د حوثیانو یوه بې پیلوټه الوتکه چې د مکې ښاریې په نښه کړی و، هوایي حریم ته یې له ننوتو مخکې له منځه یوړه. حوثیانو په بریدونو کې د مکې او نورو سپیڅلو ځایونو د په نښه کولو ادعاوې ردکړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما نن چهارشنبې د وږي په ۲۵ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې به چې د کابل په وخت د ماښام ۶ نیمې بجې پلان شوې، د یوناما سرپرسته او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیاله، جورجیت ګانیون، د امنیت شورا غړو ته د افغانستان د روان وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ترک د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۱۷ په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل تازه راپور کې له طالبانو وغوښتل چې هغه فرمانونه او پالیسۍ لغوه کړي چې د ده په وینا، په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو حضور عملاً جرم ګڼي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو د محدودیتونو او پالیسیو دوام نه یوازې د افغانانو بشري حقونه نقضوي، بلکې د هېواد ټولنیز جوړښت هم بدلوي.

په ترمز کې د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو ګډ نندارتون پرانستل شوی

آرشیف
آرشیف

د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون په ازبکستان کې پرانستل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت نن چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دغه نندارتون کې چې د سې شنبې په ورځ افغانستان پولې ته څیرمه د ازبکستان د ترمز ښار د نړیوالې سوداګرۍ په مرکز کې پرانستل شوی او درې ورځې به خلاص وي، په څه باندې سلو غرفو کې د ازبکستان د محصولاتو ترڅنګ د افغانستان محصولات لکه غالۍ، زعفران، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، لاسي صنایع، پنبه، وچې او تازه میوې نندارې ته وړاندې شوې دي.

د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو دغه ګډ نندارتون داسې مهال پرانستل شوی چې په مزارشریف کې د ازبکستان قونسلګرۍ د روانې اونۍ په پیل کې ویلي و چې ازبکستان په پام کې لري چې له افغانستان سره د سوداګرې د راکړې ورکړې کلنۍ کچه تر۲۰۲۷ کال پورې پنځه ملیارډ ډالرو ته ورسوي. د راپورونو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا یو ملیارډ او اوه سوه ملیون ډالرو ته رسیدلې وه.

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان سږکال ورو اقتصادي وده کړې خو د نفوس د زیاتوالي په پرتله کمه ده

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د افغانستان اقتصاد که څه هم سږ کال لږه وده کړې، خو دا وده د نفوس د زیاتوالي پرتله کافي نده. په هغه راپورکې چې د نن چهارشنبې په ریلییف ویب پاڼه کې خپورشوی، ویل شوي چې کرنه، صنعت او خدمات د اقتصادي فعالیتونو مهمې برخې دي، خو بې‌ وزلي، د کار محدود فرصتونه او د خلکو کم عاید لا هم د کورنیو اقتصادي وضعیت اغېزمنوي.

د راپورله مخې دې ته په پام چې افغانستان ترډیره د خوراکي او نورو اړینو توکو په برخه کې پر وارداتو متکي دی، د نړیوالو بیو لوړېدل او د سیمې د سوداګریزو لارو ګډوډي کولی شي په دې هیواد کې د توکو بیې لوړې کړي. د خوړو د نړیوال پروګرام په خبره دغه فشار پر ټیټ عاید لرونکو کورنیو ډېر اغېز کوي.

راتلونکې دوشنبې په افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیلیږي.

د راتلونکې دوشنبې په ورځ د وږي په ۳۰ له جنوبي حوزې پرته د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو د واکسین نوی کمپاین پیلیږي. له پولیو پاک افغانستان بنسټ د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۵ پر خپله ایکسپاڼه د دې کمپاین د پیلیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په جنوبي حوزه کې به له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو دغه کمپاین د سې شنبې په ورځ پیل شي. دغه بنسټ ندي ویلي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به څومره ماشومان واکسین شي خو په مخکینیو دا ډول عمومي کمپاینونو کې یې شمیرشاوخوا لس ملیونه ښودل شوی. د پولیو دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې تیره اونۍ په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو مثبتو پیښو د ثبتیدو خبر ورکړل شو. په دغو نویو پیښو سره په افغانستان کې د روان کال له پیل راهیسې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۲۳ ته ورسید. پولیو یا ګوزڼ درملنه نه لري او یوازې په واکسین یې مخنیوی کیدای شي.

هند له افغانستان سره د کرکټ د شل اوره لوبو د لړۍ دوهمه لوبه هم وګټله

افغانستان تیرماښام د شل اوریزو لوبلړۍ دوهمه لوبه هم هند ته وبایلله.

افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره هند ته د ۱۶۰ منډو هدف ټاکلی وچې هندي لوبډلې هغه په ۱۵ اورکې د درې لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ. تردې مخکې هم په لومړۍ لوبه کې هند افغانستان ته په اوو ویکټو ماته ورکړې وه.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې لړۍ وروستۍ لوبه سبا پنجشنبې ترسره شي. افغانستان په هند کې د دغو لوبو کوربتوب کوي.

اوچا: له پاکستانه نوي راستانه شوي افغانان سختو شرایطو کې ژوند کوي

ارشیف، له پاکستانه د یو شمېر راستنو شویو افغان کډوالو د اوسېدو ځای
ارشیف، له پاکستانه د یو شمېر راستنو شویو افغان کډوالو د اوسېدو ځای

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، له پاکستانه نوي راستانه شوي په سختو شرایطو کې ژوند کوي او مرستندویان باید د هغو پروګرامونو ملاتړ وکړي چې د دغو کسانو پر لاسنیوي متمرکز دي.

په هغې وېډیو کې چې د اوچا د دفتر مشرې امي مارټین د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په دامان سیمه کې له یو شمېر مېشت شویو څخه د خپلې کتنې په اړه د سې شنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه کې خپره کړې وایي چې دغه راستانه شوي د شاوخوا شپږو میاشتو په تېرېدو سره لاهم په سخت وضعیت کې دي.

د هغې په خبره دوی ځمکې ته لاسرسی نه‌لري، اسناد نه‌لري چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي او نه هم کاري فرصتونو ته لاسرسی لري.

نوموړې له مرستندویانو او مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د ژمي په درشل کې چې ورته څو میاشتې پاتې دي د دغو زیانګالو کسانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره زیاتې مرستې وکړي.

اوچا د دوشنبې په ورځ ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې له نیم میلیون زیات کسان له پاکستانه د تورخم پر دروازه راوښتي چې ۴۰ سلنه‌یې په ننګرهار ولایت کې مېشت شوي دي.

د احصائیې او معلوماتو اداره: د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه سړکونه خامه دي

ارشیف، د افغانستان د ارزګان ولایت یو خامه سړک
ارشیف، د افغانستان د ارزګان ولایت یو خامه سړک

د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وایي، په افغانستان کې د ټولو غځېدلو سړکونو او لارو څه باندې ۹۰ سلنه‌یې خام دي.

دغې ادارې د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د هغې سروې له مخې چې د دې ادارې له‌خوا د لومړي ځل لپاره د افغانستان د سړکونو د شبکې په اړه ترسره شوې، په دې هېواد کې ۲۴۵ زره او ۷۲ کیلومتره سړکونه غځېدلي دي.

د دې ادارې په خبره د دغو سړکونو ۱۸ زره او ۲۴۱ کیلومتره‌یې پاخه او نور ۲۲۶ زره او ۸۳۱ کیلومتره‌یې خام دي.

دې ادارې ویلي چې دغه سروې یې د ټولګټو او د کلیو او بیارغونې د وزارتونو او د اوپن سټریټ مپ، (د معلوماتو د ثبت نړیوال پلاټفورم) او د سپوږمکیو په وسیله د اخیستل شویو تصویرونو په اساس ترسره کړې ده.

د دغې سروې له مخې تر ټولو ډېر پاخه شوي سړکونه په کابل پورې تړلي او نورستان هم هغه ولایت بلل شوی چې تر ټولو لږ پاخه سړکونه لري چې اوږدوالی یې یوازې ۱۲ کیلومترو ته رسېږي.

د یمن باب‌‌المندب تنګي د تړل کېدو په اړه د قطر خبرداری

د یمن باب‌‌المندب تنګی
د یمن باب‌‌المندب تنګی

قطر خبرداری ورکړی چې که د یمن باب‌‌المندب تنګی عملاً وتړل شي، دا به نړیوالې سوداګرۍ ته جدي پایلې ولري.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د سې ‌شنبې په ورځ وویل، نړۍ د هرمز تنګي له تړل کېدو وروسته نه‌شي کولای چې د یوه بل مهم سمندري مسیر د تړل کېدو شاهد واوسي.

د ایران ملاتړې حوثي ملېشې اوس دې تنګي ته نږدې د یمن پر څو ساحلي سیمو او ټاپوګانو کنټرول لري چې له امله‌یې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو اندېښنې زیاتې شوې دي.

باب‌‌المندب سور سمندر له عدن خلیج سره نښلوي او په عادي شرایطو کې د نړۍ شاوخوا ۱۰ سلنه سمندري سوداګري له دې تنګي تېرېږي.

د امریکا فضايي ځواک تایید کړې چې دوی فضا ته وسلې وړې دي

د ځمکې مدار او امریکایي سپوږمکۍ
د ځمکې مدار او امریکایي سپوږمکۍ

د امریکا د فضايي ځواکونو په اعلامیه کې راغلي: « متحده ایالتونه په مدار کې د فضا د کنټرول داسې وسلې لري چې د دښمن له خصمانه اقداماتو څخه د ګډو ځواکونو د دفاع وړتیا لري»

دا لومړی وار دی چې متحده ایالتونو په فضا کې د وسلو د لرلو خبره تایید کړې.

متحده ایالتونو په ۲۰۱۹ کال کې د وسله وال پوځ د شپږمې خپلواکې څانګې په توګه د فضايي ځواکونو د تشکیل خبر ورکړ چې دندې یې د ګواښونو مخنیوی او ځمکنیو او هوايي ځواکونو ته د عملیاتي ملاتړ برابرول یاد شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG