د لاسرسي لېنکونه

د کوټې په هغه روغتون کې چې وکېلان د خپل یوه مخکښ همکار د مړینې د درناوي لپاره راټول شوي و، په پرونۍ حمله کې د وژل شوېو شمېر اویا و ته اوچت شو.

بلال کاسي چې پرون سهار وژل شوي مړی یې له حملې مخکې دې روغتون ته لیږدول شوی و.

سیمه ییزو چارواکو وویل، په دغه پېښه کې له سلو زیات کسان ټپیان شوي چې د ډېرو روغتیایي وضعیت خطرناک دی.

پولیسو ویلي چې د وژل شوېو اکثره یې وکېلان دي. د اسلامي دولت ډلې او د پاکستاني طالبانو یوې څانګې د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخېستی.

دا هم تر اوسه نه ده معلومه چې د بلال کاسي د وژنې ترشا د چا لاس دی.

XS
SM
MD
LG