نړۍ
نواز شریف له خپلې لور او زوم سره د محکمې په وړاندې څرګند شو
د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف له خپلې لور مریم نواز او زوم سره، نن په اسلام اباد کې د فساد پر تورونو د ځانګړي محکمې په وړاندې څرګند شو.
دا درې واړه یوځای د فساد پر ضد درې محکمو کې د خپلو عوایدو څخه د زیاتې پانګې په لرلو تورن دي.
دا تورونه د پاناما د پاڼو له رسوایۍ وروسته پر دوی پورې شوي دي.
د قاضي محمد بشیر په وړاندې نن د وړاندې کېدو پر مهال شریف او کورنۍ یې غوښتنه وکړه چې د دوی خلاف د اداري فساد درې دوسیې دې په یوه دوسیه بدلې شي.
نواز شریف د نوومبر په درېیمه نېټه له لندنه پاکستان ته ولاړ چېرې یې چې مېرمن تر درملنې لاندې ده.
نوموړې تېره میاشت د محکمې له خوا په رسمي توګه تورن شو، خو هغه پر خپله بې ګناهۍ ټینګار کړی دی.
۶۷ کلن نواز شریف د پاکستان سترې محکمې د جولای په میاشت کې د هغو ادعاوو پر بنسټ د دې هېواد له صدراعظمې بې واکه کړ چې له پاکستانه بهر د نوموړي د پانګې د پټولو او د اداري فساد د نورو تورونو په اړه دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران مشر د اسلامي هیوادونو په ځانګړي توګه د خلیج هیوادونو د یووالي غوښتنه وکړه
د ایران مشر مجبتي خامنه یې په یوه پیغام چې د دې هیواد دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ خپورکړی، له اسلامي هېوادونو، په ځانګړې توګه د خلیج له هېوادونو، د یووالي غوښتنه کړې ده.
خامنه یي چې د اسلامي جمهوریت د درېیم مشر په توګه له ټاکل کېدو راهیسې یې نه غږ خپور شوی او نه هم تصویر، په دغه تازه لیکلي پیغام کې امریکا او اسرائیل د ټولو اسلامي هېوادونو "اصلي دښمنان" بللي دي.
هغه همدارنګه ویلي چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ اختلافونه د هغوی د مخالفانو په ګټه دي او د سیمې له هېوادونو یې غوښتي چې د هغه څه پر وړاندې چې نوموړي بهرني ګواښونه بللي، ګډ دریځ ولري.
پرایران د امریکا او اسرائیل د ګډو بریدونو له پیل راهیسې، چې په نتیجه کې یې د هغه پلار د ایران مخکینی مشر علي خامنه یي هم ووژل شو، د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو د خلیج پر ټولو عربي هېوادونو بریدونه ترسره کړي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په دغو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې د دغو بریدونو لامل بللي دي.
په نیپال کې د سلو نورو قربانیانو مړي خاورو ته وسپارل شول
په نیپال کې د وروستیو سېلابونو د قربانیانو له ۱۰۰ څخه زیات نور مړي د پېښې له ځای څخه شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لیرې پرځنګلونو پوښل شوې سیمه کې په ډله ییز ډول خاورو ته وسپارل شول. تردې یوه ورځ مخکې هم د نورو ۹۶ کسانو مړي په همدې ځای کې خاورو ته سپارل شوي وو.
د رویترز خبري آژانس په ګډون یوشمیررسنیو د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په نیپال او د چین په سرحدي سیمو کې د دغې پېښې د قربانیانو شمېر شاوخوا ۷۵۰ کسانو ته رسېدلی او لا هم له ۳۰۰۰ څخه ډېر کسان ورک دي.
د وږي په څلورمه د نیپال او چین په سرحدي سیمو کې ناڅاپي سېلابونو کورونو، سړکونو، پلونو او نورو بنسټیزو تاسیساتو ته پراخ زیانونه واړول. په زیانمنو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.
زلنسکي: د خلکو کورونو ته نژدې د چاودیدونکو توکو ساتل یوه وحشتناکه بې غوري ده
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي،" د خلکو کورونو ته نژدې د چاودیدونکو توکو ساتل یوه وحشتناکه بې غوري ده".
هغه دا څرګندونې پرون ناوخته د (اګسټ۲۹مه) په یوې ویډیو کې کړي دي.
روسیي ډرون الوتکو د جمعې په شپه کیف ته نژدې د میلا په کلي کې د پوځي تجهیزاتو پر تاسیساتو برید وکړ.
په دې برید کې لږ تر لږ ۳۷کسان ووژل شوی او لسګونه نور ټپیان شول.
چارواکو ویلي، د لټون عملیات روان دي او ښايي مرګژوبله لوړه شي.
ایران: د هرمز تنګي د خلاصون لپاره بیړه نه لرو
ایران وايي،"د هرمز تنګي د خلاصون لپاره بیړه نه لرو".
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي پرون ماښام ویلي،" له عمان سره له هرمز تنګي د کښتو د تیریدو په اړه هوکړې ته رسیدلي یو، خو بیړه نه لرو چې دا تنګی خلاص کړو".
هغه وړاندې وویل،" دا هوکړه له ایران سره د امریکا له خوا د شوې موافقې او مکلفیتونو له پوره کیدو وروسته پلي کیږي".
غریب ابادي وړاندې د ایران له همغږۍ پرته له هرمز تنګي د هر ډول کښتو تیریدل رد کړل.
له دې مخکې امریکايي چارواکو ادعا کړې وه چې په وروستیو کې څه باندې زر کښتۍ چې اومه تیل يې لیږدول له هرمز تنګي تیرې شوي دي.
په کییف کې د روسیې د ډرون برید؛ ۳۷ کسان وژل شوي
د اوکراین په کییف کې د روسیې د ډرون برید له امله د مهماتو په یوه زېرمتون کې پراخې چاودنې شوې چې لږ تر لږه ۳۷ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي. اوکرایني چارواکي وايي، دا په روان کال کې پر کییف د روسیې تر ټولو مرګونی برید دی.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي، برید د جمعې شپې د «میلا» په کلي کې پر پوځي تاسیساتو شوی چې د توپ مرمۍ، ماینونه، ډرونونه او نور مهمات پکې ساتل کېدل. د چاودنو له امله سلګونه کسان له سیمې ایستل شوي او د استوګنې ودانیو او د زړو او معلولانو یوه مرکز ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.
زیلنسکي استوګنو سیمو ته نژدې د چاودېدونکو توکو ساتل «سخته بېپامي» بللې او ویلي یې دي چې د مسوولو چارواکو پر ضد د غفلت په تور دوسیې جوړې شوې دي.
دا پېښه داسې مهال شوې چې روسیې پر کییف او د اوکراین پر نورو سیمو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي دي. د پولنډ صدراعظم ډونالډ توسک هم د اوکراین لپاره د هوايي دفاع د لا زیات ملاتړ غوښتنه کړې ده.
په نیپال کې د سیلونو او ځمکې ښوېدنې له کبله د قربانیانو شمیر ۳زره کسانو ته لوړ شو
په نیپال کې د سیلونو او ځمکې ښوېدنې له کبله د قربانیانو شمیر نژدې ۳زره کسانو ته لوړ شو.
چارواکو ویلي،" تراوسه د ۶۳۳ کسانو جسدونه موندل شوي".
په نیپال کې ۶۲۶کسان مړه شوي او ۴۲۶ چې نژدې سل تنه يې سیلانیان دي نادرکه دي.
چینايي چارواکو ویلي،" په تبت کې ۷ کسان مړه شوي او له ۵۵۰ ډیر نور کسان نادرکه دي".
چارواکو ویلي،" د لټون عملیات روان دي او ښايي مرګژوبله لوړه شي".
د تیرې چهارشنبې په ورځ د همالیه په سیمه کې چې د نیپال او تبت سرحدي سیمې دي ناڅاپي سیلونو او ځمکې ښويدنه رامنځته شوه چې د ځاني تاوانونو سرییره په زرهاوو کورونه او ودانۍ يې ویجاړې کړي دي.
د نیپال او تبت پوله کې د سېلاب له کبله د قربانیانو شمېر ۲،۴۸۲ کسانو ته ورسېد
د نیپال او تبت پوله کې د سېلونو او ځمکې ښویېدنې له کبله د قربانیانو شمېر نږدې ۲،۵۰۰ کسانو ته لوړ شو.
د هغو شمېرو له مخې چې د جمعې ماښام د (اګسټ ۲۸مه) خپرې شوې، د نیپال او تبت په سرحدي سیمو کې ۲،۴۸۲ کسان نادرکه او څه باندې ۵۸۴ تنه مړه شوي دي.
چارواکو ویلي، د قربانیانو د لټون او پېژندنې د عملیاتو له دوام سره ښايي په شمېرو کې بدلون راشي.
په ورکو کسانو کې سیلانیان، غر ختونکي او هندوان زیارت کوونکي هم شامل دي.
په ورته وخت کې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په نیپال کې د سېلابونو له پېښې وروسته ۹۰ امریکايي اتباع ورک دي، خو تر اوسه د هېڅ امریکايي وګړي د مړینې راپور نهدی ورکړل شوی.
د ناروې ۸۹ کلن پاچا ومړ
د ناروې شاهي ماڼۍ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې پاچا هارالد پنځم د ۸۹ کلونو په عمر د اوسلو پوهنتون په روغتون کې مړ شو.
د هارالد له مړینې وروسته، د هغه ۵۳ کلن زوی، ولیعهد هاکون، د ناروې پاچا شو.
هارالد چې له ۱۹۹۱ کال راهیسې یې پر ناروې پاچاهي کوله، په وروستیو کلونو کې له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ او د اګست له ۱۷مې راهیسې په روغتون کې بستر و. شاهي ماڼۍ د هغه له مړینې مخکې د نوموړي روغتیايي وضعیت «ډېر نازک» بللی و.
د پاچا د مړینې له اعلان وروسته، په اوسلو کې د شاهي ماڼۍ بیرغ نیمه ځوړند شو او خلک د هغه د درناوي لپاره د ماڼۍ مخې ته راټول شول.
د ناروې صدراعظم یوناس ګارستوره د دې خبر په غبرګون کې وویل: «ټول ملت ویر کوي»، او د ناروې لپاره یې د دپاچا هارالد د ټول عمر خدمتونو څخه مننه وکړه.
ټرمپ: مونږ نه غواړو ایرانیانو سره ووینو؛ هغوی غواړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د وږي په پنځمه، په بېلابېلو څرګندونو او په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» کې په یوه خپره کړې لیکنه کې څو ځله د ایران موضوع یاده کړه او ویې ویل چې «موږ نه غواړو له ایرانیانو سره ووینو؛ هغوی غواړي.»
ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د «اونټاریو جهیل» نوم د «امریکا جهیل» ته د بدلولو په موخه د یوه اجرائیوي فرمان د لاسلیکولو په مراسمو کې خبریالانو ته وویل: «موږ نه غواړو له هغوی سره خبرې اترې وکړو. موږ د لیدنې یا بل څه په لټه کې نه یو.»
هغه وروسته په ټروت سوشل کې د فاکس نیوز د خبریال جاناتان هانټ پر یوه راپور نیوکه وکړه او هغه یې د ایران د اسلامي جمهوریت په اړه «ځانګړی او په ناعادلانه ډول ډېر ناهیلې کونکی راپور» وباله.
د امریکا ولسمشر په دې پوسټ کې یو ځل بیا د تهران چارواکو ته په اشارې ټینګار وکړ: «زه نه غواړم ورسره ووینم، هغوی غواړي. په حقیقت کې، هغوی د یوه توافق د ترلاسه کولو لپاره زارۍ کوي.»
تردې څو ساعته وړاندې، امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال سپینې ماڼۍ ته د نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د ټرمپ ادارې « منځګړو ته څو ځله ویلي چې د اسلاماباد د تفاهملیک شرایطو ته ستنیدو لپاره هېڅ لېوالتیا نه لري.»
د زمري په ۲۶ مه د دې تفاهملیک د ۶۰ ورځني مهلت له پای ته رسېدو اود یوه دوامدار تړون لپاره د شرایطو په برابرولو کې یې له ناکامۍ وروسته، ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې نیت نلري تمدید یې کړي.
ملګرو ملتونو د کانګو د ایبولا د مخنیوي لپاره د ۱.۱ میلیارد ډالرو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ۱.۱ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي، د ایبولا پر وړاندې د مبارزې پروګرام ټولټال ۲.۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسهیې یوازې ۴۸ سلنه لګښت برابر شوی او موجودې سرچینې یوازې د څو اوونیو لپاره بسنه کوي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د روان کال د مې له ۱۵مې د ایبولا د خپرېدو له پیل راهیسې، د دغې ناروغۍ څه د پاسه ۵،۶۰۰ پېښې او له ۲،۷۰۰ ډېرې مړینې یې ثبت شوې دي.
ملګري ملتونه وايي، دا په کانګو کې د ایبولا تر ټولو ستره خپرېدنه ده.