د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

د پاکستان د فساد ضد ځانګړې محکمې د نواز شریف د قضیې څېړنه وځنډوله


د پاکستان د فساد ضد ځانګړې محکمې د پخواني صدراعظم نواز شریف د فساد د قضیې په اړه څېړنه وځنډوله.

د پاکستان معزول صدراعظم نواز شریف نن دوشنبه د دوهم ځل لپاره د فساد ضد ځانګړې محکمې ته حاضر شو، خو چارواکو وویل چې د ده قضیه به یوه اوونۍ وروسته وڅېړل شي.

نن دوشنبه په داسې حال کې چې پخوانی صدراعظم په اسلام اباد کې د محکمې ودانۍ ته ننوت، هیلیکوپټرو ګزمې کولې او بهر د امنیتي موانعو له شا، د هغه پلویانو شعارونه ورکول.

رسنیو، مدافع وکیلانو او زیات شمېر چارواکو ته محکمې ته د ننوتو اجازه ورنکړل شوه چې د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال هم په همدې ډله چارواکو کې و.

نواز شریف
نواز شریف

ښاغلی شریف نېږدې یونیم ساعت په محکمه کې پاتې شو او وروسته پرته له دې چې رسنیو ته څه ووايي، ووت، خو د ده مدافع وکیل محسن شاه نواز د محکمې د پرېکړې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه:

"د رسمي تور اعلان نن د محکمې د تعامل له مخې وځنډېد، د دې قضیې په اړه بله استماعیه غونډه بله دوشنبه جوړېږي، دا قضیه به د نورو اجراتو لپاره راتلونکې دوشنبې وڅېړل شي."

د شریف د کورنۍ د محاکمې پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د پاکستان سترې محکمې د پاناما د یوه حقوقي شرکت له خوا، د چارواکو د شتمنیو له افشا کېدو وروسته حکم وکړ چې ښاغلي شریف او د کورنۍ ځینو غړو یې په بهر کې پټې شتنمۍ درلودې.

له دې حکم وروسته سترې محکمې ښاغلی شریف د صدراعظمۍ له مقامه سلب صلاحیت کړ او په پایله کې یې شریف له خپلې دندې استعفا ته اړ شو.

د فساد په دې قضیه کې د نوازشریف دوه زامن حسین او حسن او د هغه لور مریم چې اوس مهال له خپلې مور سره په لندن کې اوسېږي، هم شامل دي.

د دوی مور کلثوم په لندن کې د ستوني د سرطان په خاطر تر علاج لاندې ده.

نواز شریف دا ټول تورونه رد کړي او وايي چې د ده په لېرې کولو او پر ده د فساد د تورونو په لګولو کې پټ لاسونه دخیل دي.

XS
SM
MD
LG