د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

د پاکستان پر پخواني صدراعظم نواز شریف د بوټ ګوزار شوی


د پاکستان په لاهور ښار کې د یوې غونډې پر مهال د دې هېواد د مسلم لیګ ن ګوند پر پخواني مشر او مخکېني صدراعظم نواز شریف د بوټ ګوزار شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پنجاب صوبې په سیالکوټ ښار کې د همدې ګوند پر یوه بل جګپوړي غړي او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف پر مخ هم یوه کس تور رنګ پاشلی و.

د پاکستان پر مخکېني صدراعظم نواز شریف د یکشنبې په ورځ د لاهور په جامعه نعیمیه مدرسه کې هغه وخت یو تن د بوټ ګوزار وکړ چې کله د وینا لپاره ستېج ته د ختو په حال کې و.

که څه هم پر نواز شریف د بوټ ګوزاروونکی په غونډه کې د موجودو امنیتي سرتېرو له‌خوا ونیول شو، خو نواز شریف خپله وینا جاري وساتله.

د عوامي نېشنل ګوند په ګډون ګڼ شمېر سیاسي ګوندونو، سیاسیونو، مدني فعالانو او ژورنالېستانو د پاکستان پر مخکېني صدراعظم د بوټ د ګوزار پر پېښه سخت غبرګون ښودلی او دا یې له اخلاقه پرېوتی عمل بللی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او ګوند یې چې د نواز شریف د مسلم لیګ ګوند تر ټولو ستر سیاسي مخالف ګوند انګېرل کېږي، پر نواز شریف د بوټ ګوزار غندلی، خو د دې تر څنګ‌یې دا د مسلم لیګ د پالېسیو نتیجه بللې ده.

له بلې‌خوا بیا د پاکستان د پیپلز ګوند یوې جګپوړې غړې شېري رحمان پر خپلې ټویټر پاڼې د دغې پېښې په غبرګون کې ویلي چې دا ډول پېښې سیاست بې‌قدره کوي.

له دې یوه ورځ مخکې د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو پر وزیر خواجه محمد اصف د هغه په پلرنۍ سیمه سیالکوټ کې د یوې غونډې پر مهال تور رنګ وشیندل شو.

د رسنیو د راپورونو له مخې پر نواز شریف د بوټ ګوزاروونکی او پر خواجه اصف د تور رنګ پاشوونکی د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تېره میاشت د همدې مسلم لیګ ن پر یوه بل غړي او د پاکستان د کورنیو چارو پر وزیر احسن اقبال هم په یوه غونډه کې د بوټ ګوزار شوی و.

XS
SM
MD
LG