د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۰۲

د "جاسوس له یاداښتونو" هند خوښ او پاکستان ناخوښه دی


د پاکستان او هند د استخباراتو د پخوانیو مشرانو کتاب «د جاسوس یاداښتونه» په اسلام‌اباد کې جنجالونه پورته کړي دي.

د پاکستان د پوځي استخباراتو یا «ای. اېس. ای» د پخواني مشر متقاعد جنرال اسد دراني او د هند د جاسوسي ادارې «را» د پخواني مشر «اې. اېس» دولت د یاداښتونو کتاب چې په شااوخوا دوه نیم کلونو کې بشپړ شوی دی، تېره میاشت خپور شو.

د جاسوس یاداښتونه په نامه دې کتاب که په هند کې مثبت عکس‌العمل لرلی دی، نو اخوا ته په اسلام‌اباد کې يې بیا جنجالونه پورته کړي دي.

په دې کتاب کې دواړو پخوانیو استخباراتي چارواکو په افغانستان او هند کې د پاکستان د نیابتي جګړو لکه د افغان طالبانو او حقاني شبکې تمویل او هغوی ته د خوندي پناه ځایونو د برابرولو، د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژلو په مسئله کې له امریکا سره د پاکستان د همکارۍ او د کشمیر د قضيې په اړه خبرې کړي او نظرونه تبادله شوي دي.

هندي ژورنالېست ادیتیا سینها چې د دواړو پخوانیو استخباراتي مشرانو لیدنې او خبرې يې تنظیم کړې دي وايي:

"د امریکا او روسیې استخباراتو حتی د سړې جګړې پر مهال په خپلو کې د ارتباط او تماس چینلونه پرانیستي ساتلي وو، خو «ای اېس ای» او د هند استخباراتو «را» چې له ۱۹۴۷ کال راهیسې له یو بل سره سخته دښمني پالي، په خپلو کې تماس نه‌لري."

ادیتیا سینها فرانس پرس ته ویلي دي، د اسد دراني او «اې. اېس. دولت» د ګډ کتاب د لیکلو پروژه په پټه ترسره شوې ده او د دواړو پخوانیو مقاماتو د یاداښتونو د لیکلو لپاره څلور کتنې شوې دي.

دا کتنې په استانبول، بنکاک، او کاتماندو کې د پاکستاني او هندي چارواکو د رسمي غونډو په څنډو کې شوې دي.

ژورنالېست ادیتیا سینها زیاتوي، موږ د نیپال په کاتماندو کې په هوټل کې د یو بل په خونو کې ناستې وکړې او د هوټلونو د صالون په یوې څنډه کې مو هم خبرې کولې.

په پاکستان کې د حقاني شبکې د موجودیت او فعالیت په اړه د «ای. اېس. ای» پخواني مشر اسد دراني په دې کتاب کې لیکلي:

"که پاکستان د دې ډلې پر ضد اقدام کړی وی، نو نه‌یوازې خپل خلک به مو د ځان پر ضد پارولی وی، بلکې دا ډول وسله‌والې ډلې به مو چې هېڅکله‌يې پاکستان ته زیان نه‌دی رسولی، د ځان پر ضد کړی وی."

اسد دراني د پاکستان په اېبټ‌اباد کې د اسامه بن لادن د وژل کېدو په اړه لیکلي دي:

"دی فکر کوي پاکستان په دې خبر و چې د القاعده مشر دغلته پټ دی، خو د نوموړي په خبره د هغه شخص د له‌منځه وړلو په اړه له امریکا سره همکاري چې په پاکستان کې اتل بلل کېده، اسلام‌اباد له شرم او رسوايۍ سره مخ کاوه."

د پاکستان او هند د استخباراتو پخوانیو مشرانو په خپل ګډ کتاب کې د کشمیر په مسئله هم خبرې کړې دي.

د هندي استخباراتو پخوانی مشر «اې. اېس. دولت» چې په کشمیر کې د هند د پالېسۍ منتقد دی ټینګار کوي چې پاکستان د کشمیر په وسله‌وال بغاوت کې لاس لري.

د جاسوس یاداښتونه کتاب په هند کې مثبت نظر خپل کړی دی او په دې اړه د کتاب د لیکوال او د استخباراتو له پخواني مشر «اې. اېس. دولت» سره ټلوېزوني مرکې هم شوې دي.

خو بل لور ته په پاکستان کې د اسد دراني ادعاګانې چې په زیاتو مواردو کې د پاکستان د رسمي دریځ خلاف دي، بدناموونکې بلل شوې دي.

د پاکستان پوځ تېره میاشت اسد درانی خپلې مرکزي قوماندانۍ ته وغوشته څو د کتاب د یاداښتونو په اړه سپیناوی وکړي.

دغه‌راز پر نوموړي له پاکستان څخه پر وتلو بندیز هم لګېدلی دی.

اصف غفور
اصف غفور

د پاکستان پوځ ویاند اصف غفور ویلي د «ای. اېس. ای» پخواني مشر اسد دراني د کتاب لیکلو اجازه نه‌درلوده، غفور ویلي دي کله چې خطا کېږي نو پر وړاندې به‌يې سخت عکس‌العمل ښودل کېږي.

فرانس پرس اژانس وايي، د پاکستان او هند د استخباراتو د دوه پخوانیو مشرانو ګډ کتاب په داسې وخت کې خپور شوی دی چې د پاکستان پوځ تر فشار لاندې دی.

د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شریف په اپرېل میاشت کې وویل د هند پر ممبی ښار د ۲۰۰۸ کال په بریدونو کې پاکستاني وسله‌والو لاس درلود.

بل لورته په قبایلي سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د پاکستان پوځ د طالبانو او نورو وسله‌والو په ملاتړ تورنوي، پر پوځ فشار راوستی دی چې د قبایلي سیمو د اوسېدونکو د لادرکه کولو لړی ختمه کړي.

له منظور پشتين سره ځانګړې وېډيويي مرکه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:00 0:00

د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال سعد خان وايي، د جاسوس یاداښتونه کتاب په داسې وخت کې خپور شو چې د پاکستان پوځ له سختو سیاسي فشارونو سره مخ و او همدې ته په پام پوځ باید اقدام کړی وی.

بل پخواني جنرال طلعت مسعود ویلي دي اسد دراني له ځینو کرښو اوښتی دی او هغه کولای شول چې په دې کتاب کې پاکستان په بهتره توګه وړاندې کړي.

د «ای. اېس. ای» پخواني مشر اسد دراني چې په سپینو خبرو کولو مشهور دی، تر اوسه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

د هند د استخباراتو یا «را» پخواني مشر «اې. اېس. دولت» فرانس پرس ته ویلي د دې کتاب د لیکلو هدف دا دی چې وښيي د نوې ډېلي او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې ښه کېدای شي.

خو د «اې. اېس. دولت» په خبره د پاکستان له عکس‌العمل نه ښکاره کېږي چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې بدلون به یوازې یو خوب پاتې شي.

XS
SM
MD
LG