د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

د لاهور پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران تر نیولو وروسته پرېښودل


د پښتون ژغورنې غورځنګ چارواکي وايي، په لاهور کې د پنجاب پولیسو د دغه غورځنګ نیول شوي مشران تر نیولو وروسته بېرته خوشې کړي دي.

پر ټولنېزو رسنیو د خبرو شوېو راپورونو له مخې، پولیسو د یکشنبې په شپه ناوخته د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ شمېر غړي، خواخوږي او مشران هر یو علي وزیر، بلال مندوخېل، مزمل خان، عصمت شاهجان او ځینې نور له یوه هوټله ونیول او له ځان سره یې یووړل.

په لاهور کې د «پي.ټي.اېم» د مشرانو تر نیول کېدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون وشو او تر څنګ یې د غورځنګ مشر منظور پشتین له‎خوا د خپلو ملګریو د نیولو په غبرګون کې په ټول پاکستان کې د سوله‎ییزو مظاهرو ګواښ هم وشو.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه په یوې خپرې کړې ویډیويي پېغام کې پر خلکو غږ کړی و چې که پوليسو يې ملګري پرېنه‎ښودل نو لارو کوڅو ته راووځئ او احتجاج وکړئ.

نوموړي پر خپلو پلویانو ټینګار وکړ چې د احتجاج پر وخت باید پراُمنه واوسي او تاوتریخوالي ته لاس وانه‎چوي.

دی وايي:

"هېڅوک به ګډوډي نه‎کوي. موږ به په پراُمنه طريقې سره مظاهرې کوو. د پاکستان په قانون کې دې چې هر سړی د خبرو اجازه لري. هر سړی د احتجاج حق لري او په لاهور کې هر چا مظاهرې کړي دي، نو موږ سره ولې داسې سلوک کېږي؟ پښتانه په سوله‎ييز ډول خپل حق غواړي ولې يې مخه نيول کېږي؟"

د پنجاب پولیسو د دغه تحریک غړي په‎داسې حال کې نیولي وو چې دغه غورځنګ هوډ کړی چې نن یکشنبه د لاهور په موچي ګېټ سیمه کې ستره ولسي جلسه وکړي چې د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو څخه ورته ګڼ شمېر خلک د ګډون لپاره ورغلي دي، خو حکومت لا ورته تر دې دمه په لاهور کې د جلسې اجازه نه‎ده ورکړې.

په لاهور کې د پښتون ژغورنې تحریک د پلویانو تر نیولو او ټولنیزو رسنیو تر سختو غبرګونونو وروسته د پاکستان د مخکیني صدراعظم نواز شریف لور او د پنجاب صوبې د واکمن مسلم لیګ «ن» ګوند یوې مشرې مریم نواز پر خپلې ټویټرپاڼې په یوه بیان کې وویل:

"د ظلمونو پر وړاندې راپورته شوي غږونه بايد خاموشه نه کړل شي، بلکې د هغوی د شکاياتو وجوهاتو ته‎دې پام وشي."

د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې ولسي تحریک د روان کال په لومړیو کې تر هغې وروسته راپورته شو او په اسلام‎اباد کې یې زرګونو خواخوږیو او پلویانو پرلت وکړ چې په کراچۍ کې پولیسو د وزیرستان یو ځوان نقیب‎الله محسود په مشکوک ډول له دوکانه پورته کړ او بیا وروسته یې د ترهګر په نامه وواژه.

د پاکستان حکومت په فبرورۍ مياشت کې په اسلام‎اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت په‎دې ژمنه ورختم کړ چې غېب کړل شوي ځوانان به راخوشې کېږي، له قبايلي سيمو به ماينونه پاکېږي او د نقيب‎الله محسود په وژنې تورن د پولیس چارواکی راو انور به نېول کېږي.

دغه غورځنګ د روانې میاشت په ۸مه نېټه په پېښور کې یوه ستره ولسي غونډه وکړه او اعلان یې وکړ چې راتلونکې جلسې به یې په لاهور او سوات کې وي.

د یادونې وړ ده چې دغه غورڅنګ تر راپورته کېدو وروسته د پېښور په ګډون په قبایلي سیمو او کوټې کې هم جلسې کړي چې زرګونو کسانو په کې برخه اخېستې ده.

XS
SM
MD
LG