د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

د بلوچستان په مرکز کوېټه کې عیسویانو ته له کورونو د نه‌وتلو امر شوی


د بلوچستان په مرکز کوېټه کې له عیسویانو څخه غوښتنه شوې چې له کورونو دې نه‌وځي.

د کوټې ښار د عیسوي کلیسا مذهبي مشر سایمن بشیر وايي، دوی ته په رسمي ډول ویل شوي چې په کورونو کې پاتې شي او بهر دې نه‌وځي.

پریست بشیر د جرمني خبري اژانس ته وویل چې د کوټې عیسویان د چارواکو له دې امنیتي تدابیرو خوشحال نه‌دي.

د کوټې په عیسی نګري سیمه کې چې ډېری عیسویان په‌کې اوسي، د یکشنبې په ماښام دوه تنه عیسویان د وسله‌والو په ډزو مړه او درې نور ټپیان شول.

د بېړنیو خدماتو یوه مسؤل علي احمد له پېښې څو شېبې وروسته د دې پېښې د څرنګوالي په اړه روېټرز خبري اژانس ته معلومات ورکړل او زیاته‌یې کړه:

"ډزې د کلیسا مخې ته وشوې او ټپي کسان هم عیسویان وو، موږ ټپیان روغتون ته ورسول، د دوو ټپیانو صحي حالت نازک و چې وروسته‌یې په روغتون کې ساه ورکړه."

د راپورونو له مخې، له پېښې وروسته د سیمې شااوخوا ۵۰۰ اوسېدونکو اعتراضیه لاریون وکړ، د پېښې د دوو قربانیانو مړي یې پر سړک کېښودل او لارې یې بندې کړې.

د کوېټې د همدې عیسوي مېشتې سیمې څلور تنه نور اوسېدونکي هم څو اوونۍ مخکې د عیسویانو د مذهبي جشن یا ایستر پر مهال وژل شوي وو.

د دې حملې مسؤلیت هم داعش ډلې منلی و.

د پاکستان د نږدې ۲۰۰ میلیونه وګړو په ۱۰۰ کې څه باندې دوه عیسویان دي.

د کوټې د پولیسو قوماندان محمد زبیر پرون وویل چې امنیتي ځواکونه د ټولو کلیساګانو امنیت نیسي او پولیس په عیسوي مېشتو سیمو کې وخت ناوخته امنیتي ګزمې هم کوي.

د تېر کال په پای کې هم اته پاکستاني عیسویان هغه مهال ووژل شول چې د داعش ډلې وسله‌والو د کوټې پر یوه بله کلیسا حمله وکړه، په دې حمله کې له ۳۰ زیات نور کسان هم ټپیان شول.

کوټه د پاکستان د ناامنه بلوچستان ایالت مرکز دی.

د دې ایالت په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې، سني اسلام‌پالو او بلوچ ملت‌پالو د ازادۍ غورځنګ د وسله‌والو فعالیتونه روان دي.

XS
SM
MD
LG