د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

لاریون کوونکي: خپل لاریونونه به د پاکستان نورو سیمو ته هم وغځوو


په پاکستان کې د حکومت پرضد لاريون کوونکي وايي: خپل لاريونونه به د دې هېواد نورو سيمو ته وغځوي.

دوی وايي: ترهغه وخته چې نوازشريف له خپلې دندې استعفی نه وي ورکړې، اعتراضات به يې دوام ولري.اوس د دې لاريونونو لسمه ورځ ده او لا دوام لري.

د حکومت ضد لاريون کوونکو خېمې د اسلام اباد په بېلابېلو برخو کې ترسترګو کیږي.

د حکومت ضد لاریون کوونکي په خېمو کې شپې او ورځې تېروي او وايي، چې ترهغه وخته چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف استعفی نه وي کړې، خپلو اعتراضاتو ته به دوام ورکړي.

لاريون کوونکو خبرداری ورکړی دی چې که نوازشريف خپله دنده پرې نږدي، دا لاريون به له اسلام آباده د پاکستان نورو ښارونو ته وغځوي.

د تحريک انصاف ګوند مشرعمران خان او د تحريک عوامي ګوند مشر طاهرالقادري پلويانو، د اګست په پنځلسمه له لاهوره تر اسلام آباده لاريون پيل کړ او تر اوسه د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې خپلو اعتراضاتو ته ادامه ورکوي.

محمود اسلم خان د عمران خان له پلويانو څخه دی. ده نن وویل:

″د خلکو د صبر کاسه سر ځي. دلته د ښځو او کوچنيانو په شمول ټولو ډېر له تحمله کار اخيستی دی. د عمران خان د اخري اعلان وروسته، موږ به خپل اعتراضات د هيواد په نورو ښارونو کې هم وغځوو. لاريونونه به یوازي تر اسلام آباده محدود نه شي پاته. حکومت به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.″

د عمران خان له پلويانو څخه ځيني وايي: حکومت فکر کاوه چې خان ستړی شو خو دا ريښتيا نه ده.

د اسلام آباد ځيني اوسېدونکي وايي: له دوو اوونيو را په دې خوا د ډېرو خلکو دوکانونه تړلي پاته دي او کاروبارونه په ټپه درېدلي دي.

خو د عمران خان او طاهر القادري پلويان بيا وايي: که يې کاروبار په ټپه هم ودريږي، د برياليتوب لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي.

د قادري له پلويانو څخه يو کس، اشرف علي وايي: تر هغه وخته چې نواز شريف له خپلې دندې نه دی لري شوی، دکان به يې بند پاته وي او اعتراضات به يې دوام ولري:

″زه د خورک پلورنې دکان لرم چې له پنځو ورځو راپه دې خوا بند دی.

موږ به تر هغه وخته دلته پاته شو چې زموږ مشر د بري ښه خبر را واوروي.

موږ ترهغه وخته چې بريالي شوي نه يو، بيرته نه ځو.″

تراوسه د نواز شريف د حکومت او عمران خان او طاهر القادري تر منځ خبري شوي دي خو هيڅ مثبتې پايلې يې نه درلودې.

XS
SM
MD
LG