د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

هشت صبح: دوحه کې د اوربند پر مسئلې هوکړې ته اړتیا ده


قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور - 12.9.2020
قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور - 12.9.2020
  • مسير

مسیر ورځپاڼې د سولې دوهم پړاو خبرو په تړاو لیکلي، د سولې خبرې په داسې مهال پیلېږي، چې په کلیوالو سیمو کې جګړه ده او په ښارونو کې مقناطيسي ماینونو او چاودنو د وېرې فضا خوره کړې ده.

د لېکوال په باور، د سولې په خبرو کې لا هم د دواړو اړخونو ترمنځ واټن زیات ښکاري او سخته به وي چې ژر دا فاصله راکمه شي.

خو ورځپاڼه ليکي، ترا وسه پورې د سولې په خبرو کې شوي پرمختګونه د امریکا د مخامخ فشار په پایله کې وو او له دې وروسته هم ښکاري، چې امریکا به خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.

د ليکوال په وینا، همدا چې د خبرو له بیا پیل سره خلیلزاد دوحې ته ځي او بیا کابل ته راځي او دلته د سیاستوالو ترڅنګ له حکومتي مشرانو سره هم ګوري، نو ښکاري چې امریکا غواړي دا پروسه چټک پرمختګ وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د سولې دویم پړاو مذاکراتو په تړاو لیکلي چې د جمهوريت پلاوی د افغان ولس له بېلابېلو قشرونو سره د سولې په اړه مشورې کړي او بيا يې له ولسمشر غني سره شريکې کړي او ولسمشر غني هم ډاډ ورکړی، چې د سولې لپاره د دغه پلاوي ملاتړ کوي.

وړاندې ټینګار شوی، چې دامهال په ملي او نړيواله کچه له طالبانو ستره غوښتنه د تل پاتې اوربند منل دي.

هېواد دا هم لیکلي، چې امريکا هم په دوحه کې د سولې لپاره د خبرو دوهم پړاو له پيل سره سم طالبان د هدفي وژنو مسوول بللي دي.

لېکوال په بېلابېلو ولايتونو کې د خبریالانو او مدني فعالانو وژل کېدو په تړاو لیکلي، دې ټولو اندېښنو او پر طالبانو ملامتيا اچولو ته په کتو سره ستره غوښتنه دا ده، چې طالبان دې ژر تر ژره اوربند وکړي، چې د ملکي افغانانو د قرباني کېدو مخه ونيول شي.

لیکوال ټینګار کوي، چې له دې پرته به طالبان خپل کړی حيثيت چې له امريکا سره يې په تړون کې تر لاسه کړی، هم وبايلي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هم د قطر دوهم پړاو مذاکراتو په تړاو سر لیکنه کړې ده.

وړاندې په سر ليکنه کې راغلي، اړتیا ده چې لومړی د اوربند پر مسئلې هوکړه وشي.

لېکوال ټینګار کوي، چې د تاوتریخوالي د کمولو موضوع دومره هم پېچلې نه ده چې دواړه لوري ونه توانېږي، چې توافق پرې وکړي.

خو په خبره يې که چېرې، د دواړو لورو ترمنځ اعتماد جوړ او پر طالبانو فشارونه زیات شي ممکن ياده ډله تاوتریخوالي کمولو ته غاړه کېږدي.

XS
SM
MD
LG