د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

کرکټ؛ بېګ باش کې د ښې لوبې له امله مجیب ځدراڼ ان نړیوالو مبصرینو هم وستایه


د افغانستان کرکټ بورډ وايي، مجیب الرحمن د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د ځان په ګټه تر ټولو غوره کارنامه ثبت کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، مجیب الرحمن د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د ځان په ګټه تر ټولو غوره کارنامه ثبت کړه.

د اسټرالیا د کورني کرکټ لیګ یا بېګ باش کې سیالیو کې د ښې لوبې له کبله افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ په کوردننه او د کرکټ د نړیوالو مبصرینو له خوا ډېر ستایل شوی دی.

مجیب ځډراڼ پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۰مه) د بریزبېن هېټ لوبډلې په ګټه ۴ اوورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه دا لوبه د مجیب لپاره یوه ویاړلې کارنامه بللې.

په ټولنیزو رسنیو کې مجیب ځدراڼ د افغانستان ویاړ بلل شوی دی.

د کرکټ نړیوالو مبصرینو هم د افغان لوبغاړي مجیب ځډراڼ راتلوونکی روښانه بللی او افغانستان یې د کرکټ د استعدادونو کور بللی.

XS
SM
MD
LG