د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

کابل کې د کرکټ یو نوی معیاري لوبغالی جوړېږي


د افغانستان کرکټ بورډ وايي په کابل کې د نوي معیاري لوبغالي لپاره ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

د بورډ ویاند فرید هوتک په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د ولسمشر جلالتمآب اشرف غني د حکم پر بنسټ د کابل په الوخېلو سیمه کې د کرکټ د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو په هدف ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه چې د لومړنیو رسمي چارو تر بشپړېدو وروسته به‌یې ډېر ژر رغنیزې چارې هم پیل شي."

د بورډ په یوه اعلامیه کې راغلي چې دا لوبغالی به د ۳۵ زره ننداره‌چیانو د ځایېدو وړتیا ولري او په سرپټو او سرلوڅو اکاډمیو سربېره به د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو لپاره پنځه ستوریز مېلمستون په‌کې جوړېږي.

XS
SM
MD
LG