د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

راشد خان: خوښ يم چې د شل اوریزو لوبو د غوره لوبغاړي جایزه مې ګټلې


راشد خان
راشد خان

د افغان کرکټ ملي لوبغاړی راشد خان ارمان وايي، خوښ دی چې د شل اوریزو لوبو د لسیزې غوره لوبغاړي جایزه یې ګټلې.

راشد خان وايي، خوښ دی چې د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د شل اوریزو لوبو د لسیزې غوره لوبغاړی اعلان شوی.

ده د کرکټ نړیوالې شورا ته د خپلې وروستۍ جایزې ګټلو په اړه ویلي، چې د افغانستان په څېر د یو هېواد نه د یو لوبغاړي په توګه د یادې جایزې ګټلو خوشاله کړ او دا دده او مینوالو لپاره یې ډیره د خوښۍ خبر وو.

هغه وویل: "نه پوهیږم څه ووایم، زه مې د مینوالو لپاره ډېر خوښ یم چې دا جایزه مې وګټله، له هغو ټولو مننه کوم چې زما ملاتړ یې کړی او هڅولی یم تر څو د لسیزې غوره لوبغاړی شم، ما ته د یو افغان په توګه د ځانګړې شیبې وې."

د لسیزې غوره لوبغاړو لپاره د جایزې ګټلو لړۍ د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د ۲۰۲۰ کال په وروستۍ میاشت کې پیل شوې وه، چې د ویرات کوهلي، روهت شرما، کریس ګیل او سټیوو سمیت په ګډون د کرکټ نړۍ یوشمېر نامتو لوبغاړي ورته نوماندان وو.

له راشد خان سربېره د هندوستان ویرات کوهلي بیا د پنځور اوریزو لوبو د لسیزې غوره لوبغاړی او سټیوو سمیت بیاد ټیسټ لوبو د لسیزې غوره لوبغاړی اعلان شوی دی.

ويرات کوهلي
ويرات کوهلي

پخوانی افغان لوبغاړی او د کورني کرکټ مسئول رییس احمدزی د راشد خان دا لاسته راوړنه د افغانستان لپاره ویاړ بولي او دا د راشد خان تاریخي بریا بولي چې تر ډېره به ژوندۍ پاتې شي.

هغه وویل: "فکر کوم چې له دې بریا سره به د کرکټ مینوال له زړه ډیر زیات خوشاله شوي وي، له سیاسونو رانیولې بیا تر عامو خلکو پورې ټول پرې خوښ دي، دا د افغانستان لپاره ډېر یو ښه زېرى دی په اوسینو شرایطو کې، په دومره نه شته امکاناتو باندې دومره ځلېدل زمونږ د استعداد نښه ده."

د راشد خان دا بریا په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له لوري وستایل شوه او ډېرى مینه والو یې نوموړي ته د مبارکې پیغامونه استولي دي.

د کرکټ ملي لوبډلې مینه وال رحیم صدیقي چې پر ټولنیزو رسنیو د لوبغاو ملاتړ کوي وايي، خوښ دی چې راشد خان د شل اویرزو لوبو د سلیزې غوره لوبغاړی شو.

دا مهال افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان ارمان وايي، خوښ دی چې د شل اوریزو لوبو د لسیزې غوره لوبغاړي جایزه یې ګټلې.

ده د کريکټ نړيوالي شورا او لوری په خپور شوي پيغام کې ويلي، چې دا د يو افغان لوبغاړو لپاره لويه خبره ده.

ولسمشر غني او ګڼو سیاسي چارواکو هم د راشد په وروستۍ لاسته راوړنې خوښي ښودلې.9

XS
SM
MD
LG