د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

د بریتانیا ساسکس لوبډلې 'راشد خان' سره قرارداد وکړ


راشد خان
راشد خان

د بریتانیا ساسکس لوبډلې د نړۍ د شل اوره سیالیو له لومړي درجې لوبغاړي راشد خان سره د راتلونکي کال لپاره قرارداد وکړ.

افغان لوبغاړی راشد خان په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې هم په ساسکس لوبډله کې لوبېدلی و خو سږ کال دوبی د کرونا ویروس او په نورو لیګونو کې د بوختیا له کبله له دې ټیم سره ملګری نه شو.

راشد خان حاضردمه د هند په غوره لیګ کې د حیدراباد له سن رایزر سره لوبېږي.

ده تازه په شل اوره سیالیو کې د خپلو ویکټونو شمېر تر ۳۰۰ واړاوه.

راشد خان له ساسکس سره د بېرته یوځای کېدو په اړه ویلي، خوشاله دی چې په ۲۰۲۱ کې یو وار بیا له دې ټیم سره لوبېږي.

XS
SM
MD
LG