د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د 'ای پي ایل' سیالیو دوام؛ راشد خان په لومړي ځل جایزه واخیسته


راشد خان
راشد خان

د هندوستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو 'ای پي ایل' په روانو سیالیو کې افغان لوبغاړي راشد خان د لومړي ځل لپاره د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.

راشد خان د تېرې شپې په لوبه کې د ډېلي کپیټلز لوبډلې درې مهم لوبغاړي له میدانه بهر کړل او د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې ته‌يې بریا خپله کړه.

راشد خان په څلورو اورونو کې تر ټولو کمې ۱۲ منډې ورکړې او درې مهمې وېکټې يې واخیستې.

په دې لوبه کې چې تېره شپه د ابوظبي په لوبغالي کې ترسره شوه، سنرایزرس حیدراباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې هدف وټاکه، خو ډېلي لوبډلې یاد هدف پوره نه‌شو کړای او د اووه لوبغاړو په سوځېدو يې ایله ۱۴۷ منډې وکړې او دا لوبه‌يې د ۱۵ منډو په توپیر سیالې لوبډلې ته وبایلله.

دا په روانو لوبو کې د حیدراباد لومړۍ بریا ده او د ډېلي کپيټلز لومړۍ ماتې ده.

د دې سیالیو د نن ماښام په لوبه کې چې د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې به ترسره شي راجستان رایلز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.

XS
SM
MD
LG