د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

غني د غوره لوبغاړي په توګه د راشدخان د انتخابېدو په خاطر مبارکي ورکړه


راشد خان
راشد خان

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د شل اوریزو سیالیو د لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه د راشدخان د انتخابېدو په خاطر مبارکي وویله.

په هغه بیان کې چې پرون ارګ خپور کړ د ولسمشر غني له قوله راغلي چې «راشد خان او په بېلابېلو برخو کې ده ته ورته اتلې پېغلې او ځوانان د نوي افغانستان استازي دي او دوی د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو، نویو ارزښتونو، پرمختګونو او غږ پورته کولو ساتونکي دي.»

ده باور څرګند کړی، چې د افغانستان ځوان نسل به د ټولنې په هره برخه کې د راشد خان په شان په مسوولیت مخ ته ځي او د خپل ملت سترګې به روښانوي.

ولسمشر غني په عین حال کې ژمنه کړې،چې ځوانانو ته به د افغانستان د اوسنۍ او راتلونکې پانګې په توګه لومړیتوب ورکړي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، راشد خان په تېرو ۱۰ کلونو کې په نړیوالو شل اوره سیالیو کې تر ټولو زیات ویکټونه اخیستي دي.

XS
SM
MD
LG