د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د هند کرکټ غوره لیګ سیالۍ؛ حیدراباد لوبډلې ډیلي ته ماتې ورکړه


د حیدراباد لوبډله
د حیدراباد لوبډله

د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په لړ کې سنرایزرز حیدراباد ټیم وتوانېد ډیلي کاپیټلز ټیم ته ماتې ورکړي.

لوبه سنرایزرز حیدراباد پیل کړه، چې په شلو اوورونو کې یې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره مقابل ټیم ته د ۲۲۰ منډو هدف وټاکه.

ډیلي کاپیټلز ټیم چې ټول لوبغاړي یې په نولسم اوور کې وسوځېدل یوازې د ۱۳۱ منډو په کولو بریالی شو.

په دغې سیالۍ کې تر ټولو ښه توپ اچونه د افغان لوبغاړي راشد خان وبلل شوه، چې په څلورو اوورونو کې یې ۳ لوبغاړي وسوځول او یوازې ۷ منډې یې ورکړې.

نن د ممبۍ انډیانز او رویال چلنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ مسابقه کېږي.

ممبۍ انډیانز ټیم د ۱۴ نومرو په لرلو سره د جدول په سر کې دی.

XS
SM
MD
LG