د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

آيرلنډ د افغانستان سره د کرکټ سیالي کوي


د عکس ښي لور ته د آيرلنډ لوبډله او چپ لور ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د عکس ښي لور ته د آيرلنډ لوبډله او چپ لور ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

آیرلنډ وايي، د افغانستان په وړاندې یې د درو سياليو لپاره د خپل کرکټ لوبډلې لوبغاړي وټاکل.

په پام کې ده چې افغانستان او آیرلنډ د کرکټ د نړیوالې شورا د نړیوال سوپرلیګ جام لپاره درې مسابقې وکړي.

تراوسه پورې د دواړو لوبډلو ترمنځ د مسابقو ځای او نېټې نه دي ټاکل شوي.

آیرلنډ دغه راز د متحده عربي اماراتو په وړاندې هم د خپل ټیم نومونه اعلان کړل.

آیرلنډ په روان ۲۰۲۰ م کال کې د کرونا وبا له خپرېدو سره سره توانېدلی چې ۱۲ نړیوالې مسابقې وکړي.

دغه ټیم د سږ کال په اګست کې انګلنډ ته ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG