د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ ځنډول شوې ټیسټ لوبه راتلونکي کال کېږي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ ځنډول شوې ټیسټ لوبه به راتلونکی میلادي کال وشي.

د افغانستان د کرکټ بور‌ډ ویاند فرید هوتک په دې اړه شېبه مخکې ازادۍ راډیو ته وویل: "د دواړو هېوادو ترمنځ یو وار بیا هوکړه وشوه، چې دغه لوبه دې د ۲۰۲۱م کال په نومبر میاشت کې وشي، د یادولو وړ ده چې دغه لوبه د کرونا ویروس له امله ځنډول شوې وه."

دغه مسابقه، چې د کرونا وبا له کبله ځنډول شوې وه د اسټرالیا په کوربه توب کېږي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم درې کاله مخکې د ټیست لوبو اجازه ترلاسه کړه، چې تر اوسه یې څلور مسابقې کړي، چې دوې یې ګټلي او دوې بایللې دي.

XS
SM
MD
LG