د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ سلواغه ۱۳۹۹ کابل ۰۰:۰۴

ناټو "راشد خان" ته د وروستۍ بریا مبارکي ورکړې 


راشد خان

په افغانستان کې د ناټو استازولۍ د افغانستان د کرکټ لوبغاړي راشد خان ته د وروستۍ بریا مبارکي ورکړې.

راشد خان د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا د شل اوریزو لوبو د لسیزې غوره لوبغاړي جایزه ګټلې.

په افغانستان کې د ناتو استازولۍ په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې راشد خان د افغانستان د تر ټولو غوره اوسنیو او راتلونکو استازیتوب کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا راشد خان ته د دغې جایزې ورکړه د یوه افغان لوبغاړي لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه بللې ده.

XS
SM
MD
LG