د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

کابل کې د ککړې هوا د زیاتېدو د مخنیوي په هدف ژمني پروګرامونه پیل شوي


ارشیف
ارشیف

کابل ښاروالۍ د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره لوړپوړو ودانیو، فابریکو، هوټلونو، حمامونو او نانوایانو ته خبرداری ورکړی.

کابل ښاروالۍ وايي، د کابل هوا د لا ککړېدو د مخنیوي لپاره یې خپل اقدامات پیل کړي دي.

د کابل ښاروالۍ ویاندې سمېرې رسا د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې ۵۸۸ لوړ پوړیزې ودانۍ یې چېک لېست کړي، چې۳۰۰ د هوا فلټرکوونکي وسایل درلودل او نورو ته یې خبرداری ورکړی.

رسا زیاته کړه: "که چېرې بلند منزلو د لیندۍ تر ۱۵ دغه خبردارۍ ته غوږ کېنښود، عدليي او قضايي بنسټونو ته یې معرفي کوو، همداشان یو شمېر فابریکې، نانوایانې، حمامونه او رسټورانټونو چې د هوا په ککړتیا کې ګرم پېژندل شوي، نومونه یې ثبت شوي، له دوی هم غوښتل شوي، چې فلټرې نصب کړي."

دا اقدامات داسې مهال کېږي چې له مني یو نیمه میاشت تېره او ژمی رانېږدې دی.

ډېری کابلیان د قوس میاشتې په نیمايي کې بخارۍ ږدي.

د ژمي په سړو کې د لرګیو لوړې بیې د برېښنا نشتوالی، د خلکو بې وزلي او د خونو د تودولو لپاره د نورو ټیټ بیه سون توکو کمښت د ډبرو د سکرو لګښت ډېر کړی چې تر ډېره د هوا د ککړېدو لاملونه ګڼل شوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رئیس شېرباز کمین زاده وايي، دوی د کابل ښاروالۍ سپارښتنو ته جدي پام کړی او دغه ستونزه به ژر هواره شي.

شېرباز کمین زاده
شېرباز کمین زاده

هغه زیاتوي: "چېرته چي فابریکي وي طبعاً هلته دود وي، د کابل ښاروالۍ اوسنۍ سپارښتنې مو په پام کې نیولي، په ځینو فابریکو کې فلټرونه نصب شوي او ځینې د نصبېدو په حال کې دي، ژر به دغه ستونزه هواره شي."

په کابل کې د ککړې هوا د مخنیوي لپاره کابل ښاروالۍ دا اقدام داسې مهال کوي، چې د روغتیا نړېوال سازمان د معلوماتو له مخې تېر کال په افغانستان کې۲۶ فیصده مړینه د ککړې هوا له امله و.

روغتیاپالان وايي، که د ککړې هوا مخنیوي ونه شي سالنډي، د سږو تکلیف، ټوخي او دې ته ورته نورې ناروغي د انسانانو ژوند په تدریجي ډول اخلي.

XS
SM
MD
LG