د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

فریډم هاوس: د کویډ۱۹ خپرواي د ډیموکراسۍ کړکېچ نور هم ژور کړی


ارشیف
ارشیف

د ډیموکراسۍ د ملاتړ یو نړیوال سازمان فریډم هاوس وايي، د کویډ۱۹ خپرواي د ډیموکراسۍ کړکېچ نور هم ژور کړی.

دا سازمان وايي، کرونا حکومتونو ته پلمه په لاس ورکړې چې انتخابات لغوه او د منتقدانو او رسنیو آواز غلی کړي.

فریډم هاوس دا راپور پرون د اکتوبر په دوهمه نېټه خپور کړ.

فریډم هاوس په خپل وروستي راپور کې وايي چې د کویډ۱۹ ناروغۍ خپرېدو د حفظ الصحې په ګډون د بشري او ټولنیزو حقونو دفاع محدوده کړې.

د فریډم هاوس یا د آزادۍ کور د دې راپور سرلیک دی، کلابنده ډیموکراسي او د کویډ۱۹ اغېز پر نړیواله آزادۍ.

دا راپور د ۲۰۲۰ کال د جنوري او سپټمبر میاشتو ترمنځ موده رانغاړي.

فریډم هاوس د دې راپور د چمتو کولو لپاره ۳۹۸ کارپوهان ګومارلي دي څو په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا د وبا په ترڅ کې د ډیموکراسۍ څرنګوالی وارزوي.

دې کارپوهانو د جولای له ۲۹ مې د اګست تر ۱۵مې پورې کار وکړ او همداراز آنلاین نظرپوښتنې یې وکړې.

د دوی په نظرپوښتنه کې د نړۍ په ۱۰۵ هېوادونو کې د ډیموکراسۍ وضعیت څېړل شوی دی.

پر دې سربېره فریډم هاوس د چارو د نړیوالو شنونکو یوه شبکه هم برابره کړې ده چې د نړۍ په ۱۹۲ هېوادونو کې یې د ډیموکراسۍ پر وضعیت رڼا اچولې ده.

دا سازمان په خپل راپور کې وايي چې د کویډ۱۹ ناروغۍ له پیل راهیسې د نړۍ په اتیا هېوادونو کې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی او دا بدلون په هغو هېوادونو کې لا ژور دی چې د ډیموکراسۍ پر لور روان دي.

په دې نظرپوښتنه کې د ګډونوالو کارپوهانو د معلوماتو له مخې په هغو هېوادو کې چې په نسبي ډول استبداد په کې دی، ډیموکراسۍ لا سخته ضربه لیدلې ده.

د فریډم هاوس د راپور له مخې په سلو کې ۶۴ کارپوهانو اټکل کړی چې د وګړو پر سیاسي حقونو او مدني آزادیو د کرونا ویروس ناوړه اغېز به په هغو هېوادونو کې چې دوی څېړنې په کې کړي له دریو نیولې تر پنځو کلونو پورې پاتې وي.

هغو کارپوهانو چې د فریډم هاوس به نظرپوښتنه کې یې ګډون کړی دی د څلورو مهمو ستونزو یادونه کړې چې لومړۍ د کویډ۱۹ په اړه د معلوماتو په شریکولو کې د شفافیت نشتوالی، دوهمه یې فساد، دریمه یې د بېوزلو خلک خوندیتوب او څلورمه یې له دولتي واک څخه ناوړه استفاده ده.

په راپور کې راغلي چې د کرونا وبا د بیان د آزادۍ په شاتګ چټک کړی او لږترلږه په ۹۱ هېوادونو کې د کرونا پرضد د مبارزې په پلمه پر رسنیو محدودیت لګول شوی دی.

د راپور له مخکې په ډېری هېوادونو کې حکومتونو داسې نوي قوانین نافذ کړي چې له مخې یې خبریالان د کویډ۱۹ ناروغۍ په اړه حتی پوښتنه لا نه شي کولای.

د آزادۍ کور په خپل راپور کې وايي چې د کرونا د وبا خپرېدو ځینو حکومتونو ته دا پلمه هم په لاس ورکړې ده چې پر واک خپله ولکه لا ټینګه کړي او حتی د قضا په چارو کې د دوی دخالت ته یې لاره پرانیستې ده.

XS
SM
MD
LG