د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر له ۲ لکو واوښت


په امریکا کې د درملنې لاندې په کرونا ویروس اخته شوی کس
په امریکا کې د درملنې لاندې په کرونا ویروس اخته شوی کس

په امریکا کې د کرونا ویروس له لاسه د مړو شویو خلکو شمېرو له دوو لکو واوښت.

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون راپور ورکړی چې هلته په کرونا د اخته نږدې اووه میلیونه کسانو له ډلې دوه لکه او ۸۰۷ کسان مړه شوي.

اندېښنې دا دي چې په امریکا کې ورځ تر بلې د کرونا مثبتې پېښې او مړینې زیاتېږي، خو دا هېواد په نږدې یوه نیمه میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کوي.

تر امریکا وروسته په برازیل او هند کې د کرونا له لاسه ګڼ خلک مړه شوي.

په برازیل کې د مړو شویو خلکو شمېر له یو لک او ۳۸ زرو کسانو او په هند کې له ن۹۰ زرو تنو پورته تللی.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۳۱ میلیونه کسان په کرونا اخته دي چې له ډلې یې ۲۳ میلیونه بېرته ښه شوي او له ډلې یې نږدې یو میلیون ۹۷۰ زره ۸۵۷ تنه مړه شوي.

XS
SM
MD
LG