د کرونا له لاسه په ټوله نړۍ کې د مړو شویو خلکو شمېر له یو میلیونو واوښت.
دا شمېر د ورلډومېټرس انفو وېبپاڼې خپور کړی چې له اول سره د کرونا ویروس په اړه تازه ارقام خپروي. د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون هم دې ته نږدې شمېر اعلان کړی دی.
تر اوسه پورې نږدې ۳۰ میلیونه کسان په دې ویروس اخته شوي دي.
د کرونا ویروس په خاطر لګېدلو محدودیتونو دا څو وروستۍ میاشتې د ژوند عادي بڼه بدله کړې ده.
نهیوازې دا چې دا دی د دې ویروس له لاسه د قربانیانو شمېر له یو میلیون انسانانو واوښت، بلکې د نړۍ ګڼو هېوادونو تهیې سخت اقتصادي تاوان هم ورساوه.
امریکا، برازیل او هند د نړۍ هغه درې هېوادونه دي چې پهکې د کرونا له لاسه د مړو خلکو شمېر په ترتیب تر نورو هېوادونو زیات دی.
امریکا چې د قربانیانو له پلوه په سر کې ده، تر اوسهیې نږدې ۲۰۵ زره کسان له لاسه ورکړي او د کرونا ویروس د ټولو اخته خلکو شمېر پهکې له اووه میلیونو او درې لکو انسانانو اوښتی دی.