په نړۍ کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله د مړو کسانو شمېر له یو میلیونو واوښت.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ هېوادونه په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر د زیاتېدو او د دې ناروغۍ د احتمالي دوهمې څپې له اندېښنو سره مقابله کوي.
د 'کووېد-۱۹' له کبله د مړینو شمېر پرون د سپټمبر په ۲۸مه، وروسته له هغه یو میلیون ته لوړ شو چې په هند کې د دې ناروغۍ د مړینو شمېر ۹۵،۵۰۰ ته ورسېد.
په هند کې تېره میاشت د کرونا د مثبتو پېښو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغی او اټکل کېږي چې که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، نو د 'کووېډ- ۱۹' ناروغانو شمېر بهیې تر متحده ایالاتو لوړ شي.
د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون وروستۍ شمېرې ښيي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په ټوله نړۍ کې له ۳۳ میلیونو اوښتی او د مړینو ټول شمېر یو میلیون او ۸۲۵ ته رسېدلی دی.