د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

تېر ۲۴ساعته د نړۍ په کچه تر بل هر وخت د کویډ۱۹ زیاتې پېښې ثبت شوي


د کرونا وایروس د زیاتو مثبتو پېښو راپور له هندوستان، د امریکا له متحدو ایالتونو او برازیل ورکړل شوی دی.
د کرونا وایروس د زیاتو مثبتو پېښو راپور له هندوستان، د امریکا له متحدو ایالتونو او برازیل ورکړل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د ریکارډ تر کچې زیاتې شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د نړۍ په کچه تر بل هر وخت د کرونا ویروس زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې شمېر یې درې لکه اووه زره ۹۳۰ ته رسېږي او په دې موده کې ۵۵۰۰ کسان مړه شوي دي.

د کرونا وایروس د زیاتو مثبتو پېښو راپور له هندوستان، د امریکا له متحدو ایالتونو او برازیل ورکړل شوی دی.

له تېر میلادي کال راهیسې چې کرونا ویروس خپور شو، په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې تر ۲۸ میلیونو او ۹۰۰زرو اوښتي، تر نیمايي زیاتې پېښې د امریکا په لویه وچه کې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په هندوستان کې پرون یکشنبه د کرونا ویروس ۹۴زره ۳۷۲ نوې پېښې، په امریکا کې ۴۵زره ۵۲۳ او په برازیل کې ۴۳زره ۷۱۸ تازه پېښې ثبت شوې دي.

د امریکا په متحدو ایالتونو او هندوستان کې د ۲۴ ساعتونو په لړ کې تر ۱۰۰۰ زیات کسان له کرونا ویروس مړه شوي، په برازیل کې بیا د ۸۷۴ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

هندوستان د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له اړخه، د امریکا تر متحدو ایالتونو وروسته په دویم کتار کې راځي.

په هندوستان کې یوازې په اګسټ میاشت کې د کرونا ویروس نږدې ۲ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوې، چې د نړۍ په کچه په یوه میاشت کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

د سپټمبر میاشتې له پيله په دغه هېواد کې په ورځني ډول تر ۱۰۰۰ زیات کسان په کرونا ویروس مري.

برازیل، چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په کې تر ۴ مبلیونو اوښتی، تر امریکا او هندوستان وروسته په درېیم کتار کې راځي او تر یولک او ۳۱۰۰۰ د زیاتو کسانو مړینه په کې ثبت شوې، چې د لاتینې امریکا په سطحه د مړینو تر ټولو لوړ شمېر دی.

د امریکا متحد ایالتونه چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په کې تر ۶ میلیونو اوښتی
د امریکا متحد ایالتونه چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په کې تر ۶ میلیونو اوښتی

د امریکا متحد ایالتونه چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په کې تر ۶ میلیونو اوښتی، د جدول په سر کې دی او په دې ویروس د یو لک او ۹۴۰۰۰ کسانو مړینه په کې ثبت شوې ده.

د اروپا په ځینو هېوادونو کې هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې په ورځني ډول په زیاتېدو دي.

چارواکو په ځینو کرونا ځپلو سیمو کې بیا محدودیتونه لګولي، له خلکو یې غوښتنه کړې، چې ماسکونه وکاروي او له یوبله جسمي فاصله رعایت کړي.

XS
SM
MD
LG