د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

هند کې بیا د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوي


هند
هند

هند یو وار بیا د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې ثبت کړي.

د هند روغتیاپالانو ویلي چې په دغه هېواد کې یکشنبه ۷۸،۷۰۰ د کرونا ویروس یا 'کووېډ–۱۹' ناروغۍ نوې پېښې ثبت شوي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په هند کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو شمېر له درې نیم میلیونه کسانو پورته تللی. له دې ډلې شااوخوا ۴۶ زره کسان مړه شوي او د نږدې ۲۸ لکو درملنه شوې.

په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا مثبتې پېښې له ۲۵ میلیونو کسانو اوښتي.

امریکا په نږدې شپږ میلیونه ناروغانو سره د 'کووېډ-۱۹' تر ټولو زیاتې پېښې لري چې له ډلې یې څه باندې ۱۸۲ زره کسان مړه شوي.

XS
SM
MD
LG