د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

روغتیا سازمان: د کرونا له کبله د ۹۰ سلنه هېوادونو روغتیایي خدمتونه زیانمن شوي


د کرونا ټسټ ټیوب
د کرونا ټسټ ټیوب

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د کرونا وبا له کبله د ۹۰ فیصده هېوادونو روغتیایي خدمتونه زیانمن او ټکني شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو.اېچ.او' په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا اغېزې اندېښمنوونکې بولي.

د دغه سازمان په وینا، دې وبا پر نورو برخو سربېره روغتیایي خدمتونو ته لویه ضربه ورکړې ده.

دوی د دوشنبې په ورځ یوه راپور کې وویل، په اکثرو هېوادونو کې د تېرو ۲۰ کلونو روغتیایي لاسته راوړنې په لنډ وخت کې د له‌منځه تلو له خطر سره مخامخ دي.

د 'ډبلیو.اېچ.او' دا سروې له مې تر جولای میاشتې پورې په څه باندې ۱۰۰ هېوادونو کې ترسره شوې.

په سروې کې راغلي، دغې وبا ۷۰ فیصده د واکسین پروګرامونه، ۶۸ فیصده د کورنۍ د تنظیم برنامه او ۵۵ فیصده د سرطان په وړاندې د تشخیص او درملنې چارې زیانمنې کړې دي.

د کرونا واکسین تطبیق کول
د کرونا واکسین تطبیق کول

افغانستان، سوریه او یمن هغه هېوادونه بلل شوي چې روغتیایي خدمتونه په‌کې تر ټولو زیات له خطر سره مخامخ شوي دي.

افریقا او د جنوب ختیځې اسیا هېوادونه په دوهمه درجه کې له خطر سره مخ بلل شوي.

په سروې کې د شمالي امریکا او جنوبي امریکا هېوادونه نه‌دي شامل.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، کرونا له تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې چې پیدا شوې، تر اوسه شااوخوا ۸۵۰ زره کسان مړه کړي دي.

د ډېرو متخصصانو باور دا دی چې د روغتیایي خدمتونو د کمزورتیا له امله د ځینو نورو ناروغیو له کبله هم مړینه زیاته شوې ده.

په سروې کې اندېښنه ښودل شوې چې د روغتیایي خدمتونو کموالی به کرونا ویروس نور هم ډېر او په اوږد مهال کې به د نورو ناروغیو له کبله مړینه هم زیاته کړي.

په کرونا اخته شوی کس په روغتون کې د درملنې لاندې دی
په کرونا اخته شوی کس په روغتون کې د درملنې لاندې دی

تر اوسه په نړۍ کې څه باندې ۲۵ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي.

د دې پېښو څه باندې نیمایي په امریکا، برازیل او هند کې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG