د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

برلین کې د کویډ۱۹ د مخنیوي لپاره د لګول شویو بندیزونو پر ضد لاریون کېږي


کله چې محکمې پر لاریون لګول شوی بندیز لرې کړ، د لاریون جوړونکو خوښي څرګنده کړه او دا یې د خپلو لومړنیو حقونو بریا یاده کړه.
کله چې محکمې پر لاریون لګول شوی بندیز لرې کړ، د لاریون جوړونکو خوښي څرګنده کړه او دا یې د خپلو لومړنیو حقونو بریا یاده کړه.

د جرمني په پلازمېنه برلین کې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د لګول شویو بندیزونو پر ضد نن لاریون کېږي.

که څه هم یوه اوونۍ مخکې په برلین کې پلان شوې دې لاریون باندې بندیز اعلان شوی و، خو نن سهار وختي یوې محکمې دا بندیز لغوه او د لاریون اجازه یې ورکړه.

د محکمې یوه ویاند ویلي، پر لاریون سربېره یوه پرېډ ته هم اجازه ورکول شوې، خو په دې شرط چې ګډونوال به یې خپلمنځي واټن ساتي او یو شمېر نور شرطونه به پام کې نیسي.

کله چې محکمې پر لاریون لګول شوی بندیز لرې کړ، د لاریون جوړونکو خوښي څرګنده کړه او دا یې د خپلو لومړنیو حقونو بریا یاده کړه.

هلته پر ننني لاریون د دې لپاره بندیز لګېدلی و چې میاشت وړاندې په ورته اعتراض کې ګډونوالو ماسکونه نه و لګولي او خپلمنځي واټن یې نه و ساتلی.

د برلین د پولیسو مشرې بربره سلویک اټکل کړی چې د لاریون ګډونوال به شاوخوا ۳۰ زره کسان وي.

د دغه چارواکي په خبره، درې زره پولیس د لاریون کوونکو د خوندیتوب او تنظیم لپاره ګومارل شوي دي.

د جرمني صدر اعظمې انګېلا مېرکل پرون د اګست په ۲۸مه له خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس د مخنیوي تدابیر پام کې ونیسي.

د جرمني صدر اعظمه انګېلا مېرکل
د جرمني صدر اعظمه انګېلا مېرکل

دې خبرداری ورکړ چې راتلونکو میاشتو کې ممکن دغه وبا نوره هم خطرناکه شي او تر هغو به ژوند نه عادي کېږي چې واکسین یې جوړ نه شي.

په جرمني کې د کرونا ویروس د څه باندې ۲۴۲۰۰۰ پېښو راپور ورکړ شوی او تراوسه له دې ډلې ۹۲۹۰ تنه مړه شوي دي.

د جان هاپکنز پوهنتون وروستۍ شمېرې ښيي چې د نړۍ په کچه په دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۲۴ اعشاریه ۶ میلیونو ته رسېدلی او ورسره د مړینې شمېر له ۸۳۵۰۰۰ څخه اوښتی دی.

دغې وبا په بې ساري ډول د نړۍ اقتصاد هم ځپلی دی.

تازه کاناډا ویلي چې د کال په وروستۍ څلورمه یا وروستیو دریو میاشتو کې یې د ناخالصو عوایدو کچه ۳۸ اعشاریه ۷ فیصده کمه شوې.

دغه هېواد پر خپله پوله د غیر ضروري سفرونو د بندیز موده د سېپټېمبر تر وروستیو پورې وغځوله.

هنګري هم نوي محدودیتونه اعلان کړي او ویلي یې دي چې د سېپټېمبر له لومړۍ نېټې د ورتلونکو کسانو پر مخ پوله تړي.

دوی ویلي، د هنګري اوسېدونکي دغلته د ستنېدو پر مهال باید دوه منفي ټېسټونه وړاندې کړي چې له ۱۴ ورځني قرنطین نه خلاص شي.

فرانسې د ماسک لګول جدي کړي خو هیله یې ښودلې چې پخواني ویجاړونکي اقتصادي بندیزونه به له سره نه لګوي.

فرانسه کې پرون جمعه د کرونا ۷۴۰۰ پېښې ثبت شوې چې پام وړ زیاتوالی ښيي.

XS
SM
MD
LG