د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

د اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو د ځپل شوي اقتصاد د رغولو هڅې


د اروپايي ټولنې استازي
د اروپايي ټولنې استازي

د اروپایي ټولنې مشران نن د دریم ځل لپاره غونډه کوي چې د کرونا ویروس له امله د دې ټولنې د غړیو د ځپل شوي اقتصاد د رغولو لپاره د سوونو میلیارډ ایرو مالي پلانونه تصویب کړي.

په تېرو دوو غونډو کې د ځینو اختلافاتو له امله مشران ونه توانېدل چې د مالي مرستو او د څو کلونو په مخه پر یوه مالي پلان سلا وکړي.

د اروپایي ټولنې مشران هڅه کوي چې نن په غونډه کې د اوو کلونو بودجې او د کرونا ویروس له امله د ځپل شوي اقتصاد د رغونې لپاره د یوزرو اته نیم سوه میلیارډ ایرو مالي پلان په اړه موافقې ته ورسېږي.

دا د دغو مشرانو چې په مخکینیو دوو دا ډول دوو غونډه کې نه وو توانېدلي یوې موافقې ته ورسېږي، درېیمه غونډه ده.

د اروپایي ټولنې یوه چارواکي ویلي چې ډېره لیرې بریښې چې د دغې ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو مشران به د بروکسل په غونډه کې چې دوه ورځنۍ هغه یې دریمې ورځې ته غځولې، یوه جوړجاړي ته ورسېږي.

خو د دې ټولنې یو شمېر مهموغړیو ویلي چې بحثونه پر سم لوري روان دي او دوی هیله من دي چې یوه موافقه ترلاسه کېدای شي.

د هالنډ صدراعظم مارک روتې وویل، پرون له غونډې یو شمېر مشران ووتل اوپه دې خاطردوی ونه توانېدل چې یوه جوړجاړي ته ورسېږي.

روتې د هغې څلور کسیزې ډلې مشري کوي چې ویل کېږي پر مرستو د سختو شرطونو د وضع کېدوغوښتونکې ده.

اختلافات پرون وروسته له هغې راڅرګند شول چې د جرمني صدراعظمه انګېلامېرکل او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون له غونډې ووتل.

د جرمني صدراعظمه انګېلامېرکل او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون
د جرمني صدراعظمه انګېلامېرکل او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

له دوی سره د شمالي شتمنو څلورو هېوادونو ډله هم چې د مالي مرستې د دغه پلان د محدودولو او د جنوبي اروپا پرهېوادونو چې تر ډېره دغه مرستې ترلاسه کوي، د سختو شرطونو د وضع کېدو غوښتونکي دي، ووتله.

خو د اروپایي ټولنې یوزیات شمېر مشران پرون وروسته له هغې چې د اروپایي شورا مشر چارلس مایکل د اقتصادي رغونې یو نوی پلان وړاندې کړ، دې ته وهڅېدل چې نن بیا غونډه وکړي.

د جرمني یوه ډیپلومات د ډي پي ایې خبري آژانس ته ویلي چې بحثونه یوې حساسي مرحلې ته رسېدلي دي.

خو دغه ډیپیلومات د خپل نوم پټ ساتلو په شرط دې اژانس ته وویل چې بیا هم معلومه نده چې په نننۍ غونډه کې به یو موافقه حاصله شي کنه.

د اروپایي شورا په پلان کې د اونیم سوه میلیارډ ایرو مرستې چې د پور او وړیا مرستو په توګه هغو هېوادونو ته چې ډېر دغو مرستو ته اړتیا لري، ورکول کېږي او پردې سربېره د اوو کلونو په مخه د یو تریلیون ایرو بودجه په پام کې نیول شوې ده.

دا هغه بودجه ده چې اروپایي مشرانو مخکې له دې چې د کرونا ویروس په دې وچه کې خپورشي، پرې اختلاف درلود.

XS
SM
MD
LG