نړۍ
اروپايي ټولنه: امریکا دې روغتیا نړیوال سازمان سره په پرې کړو اړیکو غور وکړي
اروپايي ټولنې له امریکا غوښتنه کړې چې د روغتیا نړیوال سازمان سره د اړیکو د پرې کولو پر پرېکړه له سره غور وکړي.
د امریکا متحدو ایالاتو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان پر فعالیت د سخت انتقاد له کبله ویلي چې له دې سازمان سره مالي مرستې به په نړۍ کې د نورو روغتیايي ادارو لپاره ځانګړې کړي.
امریکا د روغتیا د نړیوال سازمان تر ټولو لوی تمویلونکی هېواد دی.
د اروپا د کمېسیون مشرې او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر دواړو پرون د مې په ۳۰مه، په ګډه اعلامیه کې وویل چې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره د همکاریو زیاتېدو ته اړتیا ده ځکه دا خطر ټولې نړۍ ته متوجه دی.
د روغتیا نړیوال سازمان تر اوسه پردې مسئله خبرې نه دي کړی.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا بر چین نیوکه کړې چې د وهان په ښار کې یې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه معلومات تر ډېرې مودې له نړیوالو پټ کړي وو او له دې کبله دا خطرناک ویروس ټولې نړۍ ته خپور شوی دی.
کرونا ویروس تېر کال په ډېسېمبر کې د چین په وهان ښار کې پیدا او له هغه ځایه ټولې نړۍ ته خپور شو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د نړۍ ګڼو مشرانو ټرمپ ته مبارکي ورکړې چې د ولسمشرۍ نوې دوره یې پيل کړه
د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې ډونالډ ټرمپ ته د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه د لوړې مبارکي ورکوي او هیله لري چې د هغه دا دوره امریکایانو ته نیکمرغي او سوکالي ور په برخه کړي.
د طالبانو حکومت لا رسماً د دې خبر تر لیکلو پورې د جمهور رییس په توګه د ټرمپ د کار د پیل په رابطه څه تبصره نه ده کړې.
اخوا د سوريې نوي واکمن احمد الشرع هم ډونالډ ټرمپ ته مبارکي ورکړې ده او ویلي یې دي چې د امریکا د جمهور رییس په توګه د ټرمپ انتخاب د هغه په رهبرۍ د امریکا د خلکو د باور څرګندونه کوي.
احمد الشرع ویلي چې ډونالډ ترمپ منځني ختیځ ته سولې راولي او دوی ورسره د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي لېوالتیا لري.
د ټرمپ نږدې متحد د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ټرمپ ته مبارکي ورکړې او هیله یې ښوولې چې د امریکا او اسراییلو اتحاد لا لوړې کچې ته ورسیږي.
۷۸ کلن ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
ټرمپ پر کانګرس ماڼۍ د برید په تړاو بندي نږدې ۱۶۰۰ کسان وبښل
د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې ۱۶۰۰ هغه خلک وبښل چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري شپږمې پر کانګرس د یرغل په جرم محکوم او بندیان وو.
د ښاغلي ټرمپ د فرمان په اساس له ۱۵۹۰ تنو یواځې ۱۴ تنه مستثنی دي او پاتې نور به له فدرال زندانونو خوشې او قضايي تعقیب به یې پای ته ورسیږي.
ډونالډ ټرمپ په خپلو کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ شپږمې پر کانګرس ماڼۍ د یرغل په جرم محکومین به وبښي.
د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه د ټرمپ زرګونو پلویانو د کانګرس پر ماڼۍ په یرغل سره ګډوډي رامنځته او په اخ او ډب کې د پولیسو په شمول لږ تر لږه ۱۷۴ کسان ټپیان شول.
د ټرمپ زرګونو پلویانو غوښتل هغه وخت په کانګرس کې د پخواني ولسمشر جوبایډن د بریا د تثبیت لپاره د استازیو او سنا جرګې ګډه غونډه مختل او مخه یې ونیسي.
د بشري مرستو ۲۲۰ لارۍ له مصر څخه غزې ته واستول شوې
د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د اوربند په دوهمه ورځ د بشري مرستو ۲۲۰ لارۍ نن دوشنبه له مصر څخه غزې ته واستول شوې. متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي سازمان ګڼي.
د سینا په شمال کې د مصر د سرې میاشتې ټولنې یوه چارواکي ویلي، چې په لسو لاریو کې سون توکي بار وو. دغه لارۍ د غزې په جنوب کې د کرم شالوم له سرحدي دروازې غزې ته داخلېږي.
دغه چارواکي ویلي، چې په ټوله کې په بشري مرستو بار ۳۰۰۰ لارۍ د فلسطینیانو دغه قلمرو ته د لېږلو لپاره چمتو دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې مشر ټام فلچر د معلوماتو له مخې د یکشنبې په ورځ هم د بشري مرستو ۶۳۰ لارۍ غزې ته ورسېدې او له دې ډلې د بشري مرستو لږ تر لږه ۳۰۰ لارۍ د غزې شمال ته لېږدول کېږي.
سربیا کې اور ۸ کسان مړه کړي
نن سهار په سربیا کې د پوخ عمره کسانو په یوه کور کې اورلګېدنې اته کسان مړه کړل.
د سربیا د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د پلازمېنې بلګراد په باراییفو ساحه کې د دې اور په نتیجه کې ۱۱ نور کسان ژوبل شوي دي.
د سربیا د ټولنیزې څارنې وزیر رسنیو ته ویلي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې دا اور په لوی لاس لګول شوی دی.
حماس وايي بله ډله یرغمل را روانه شنبه خوشې کوي
د حماس ډلې یوه چارواکي ویلي، د اوربند موافقې له مخې به له غزې څخه د یرغمل شویو بله ډله د راروانې شنبې په ورځ خوشې شي.
د حماس دغه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته یکشنبه د درېیو ښځینه یرغمل شویو تر خلاصون وروسته دا څرګندونې وکړې.
اسرائیل هم د فلسطینیانو ۹۰ تنه بندیان خوشې کړل.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي. د حماس یوه لوړ رتبه چارواکي، چې پر دې موضوع په عامه د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د اسرائیلي یرغمل شویو بله ډله به د شنبې پر ماښام، د موافقې د تطبیق د پیل پر اوومه ورځ خوشې شي.
په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د یرغمل شویو د خلاصون پر موافقه تېره چهارشنبه سلا وشوه او له پرون یې تطبیق پیل شو.
سوډان کې بریدګرو ۱۴ ملکیان وژلي
په سوډان کې فعالانو پرون یکشنبه ویلي، چې د سوډان د شمالي ډارفور ولایت د کلابند شوي مرکز الفاشر په ختیځ کې د ملېشه وو په حمله کې لږ تر لږه ۱۴ ملکیان وژل شوي دي.
د محلي مقاومت کمېټې ویلي، چې دغه حمله د شنبې په ورځ شوې ده. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دا کمېټه له سلګونو رضاکارو ډلو جوړه ده، چې د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشه وو او د سوډان د پوځ ترمنځ د ۲۱ میاشتنۍ جګړې پر مهال یې په ټول سوډان کې مرستې تنظیم کړي دي.
الفاشر کې نږدې دوه ملیونه کسان ژوند کوي، چې له مې میاشتې راهیسې د ملېشه وو له خوا کلابند شوی او سختې جګړې په کې شوې دي. تقریباً ټول ډارفور د ملېشه وو په کنټرول کې دی. د چټک ملاتړ ځواکونو ملېشه وو د کوردفان ځینې سیمې او د مرکزي سوډان زیاتې برخې نیولې دي.
د سوډان پوځ لا هم پر شمال او ختیځ کنټرول لري، خو پلازمېنه خرطوم او شا و خوا ښارونه یې د ښکېلو لوریو ترمنځ د جګړې شاهدان دي.
د سوډان جګړه د ۲۰۲۳م کال په اپرېل میاشت کې پیل شوه، چې تر اوسه یې په نتیجه کې لسګونه زره کسان وژل شوي او تر ټولو ناوړه بشري ناورین یې راوستلی دی.
دری اسراییلۍ یرغملې ښځې د حماس له بنده خلاصې او اسراییلو ته ورسېدې
له یرغمل ازادې شوې ښځې ۲۴ کلنه رومي ګونن، ۲۸ کلنه ایملي داماري او ۳۱ کلنه دورون شتاین براخر دي. د راپورونو له مخې دوی ۴۸۱ ورځې د حماس ډلې سره یرغمل وې.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي چې دغو ازادو شویو ښځو یوه سخته او وحشتناکه دوره تېره کړې ده.
د دغو خلاصو شویو یرغملو په بدل کې اسراییل شاوخوا ۹۰ فلسطیني بندیان ازادوي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د یرغملو د یوې ډلې خلاصون و د اسراییلو او حماس له خوا د اوربند د تړون پيل یو مهم ګام وباله.
بایډن وویل له دې چې په غزه کې اوربند وشو ډېر ښه خبر دی او تمه ده څلور نورې یرغملې ښځې هم په راتلونکې یوه اوونۍ کې ازادې شي.
فلسطینیانو پرون د اوربند په پار خوشحالۍ وکړې او ګڼې کورنۍ بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستنې شوې.
حماس او اسراییل له یکشنبې اوربند پیل کړی.
حماس چې د امریکا او اروپا له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل په برید سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ تنه یې یرغمل کړل.
هغه برید پر غزې د اسراییل د برید لامل وګرځېد چې د حماس روغتیايي چارواکو په خبره لږ تر لږه ۴۷ زره فلسطینیان پکې ووژل شول.
د امریکا نوی ولسمشر به په لومړۍ ورځ لسګونه اجرايي فرمانونه لاسلیک کړي
ټاکل شوې ده چې د امریکا نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سبا (دوشنبې) رسماً د ولسمشر په توګه دنده پیل کړي.
ډونالډ ټرمپ، چې د امریکا د ختیځ په وخت د غرمې په ۱۲ بجو د ولسمشرۍ دوهمه دوره پیلوي، ویلي چې د ولسمشرۍ له لومړۍ ورځې به د هغو ژمنو عملي کول پیل کړي، چې د دوه کلن انتخاباتي کمپاین په لړ کې یې کړې وې.
د امریکا رسنیو راپور ورکړ چې د ډونالډ ټرمپ انتقالي ټیم سل اجرایي فرمانونه چمتو کړي، څو هغه د خپلې دندې په لومړۍ ورځ لاسلیک کړي.
د دود له مخې، منتخب ولسمشر د لوړې د مراسمو په ورځ له تحلیف وروسته د سپینې ماڼۍ اوفل یا بیضوي دفتر ته ځي، او له دې مخکې چې سپینې ماڼۍ ته په څېرمه واټونو کې د رسم ګذشت په مراسمو کې ګډون وکړي، خپل لومړي اجرایي فرمانونه لاسلیک کوي.
په اروپا، روسیه، او اوکراین کې د ټرمپ هغه ژمنه ډېره مهمه ګڼل کېږي چې وايي د اوکراین د خونړي جنګ د ختمولو لپاره به اقدام کوي.
د مصر ولسمشر د لیبیا له یوه پوځي مشر سره د لیبیا پر یووالي خبرې وکړې
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي پرون د لیبیا د پوځي مشر خلیفه حفتر، چې د لیبیا پر ختیځ کنټرول لري، کوربه و.
دا د ۲۰۲۱م کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د دواړو مشرانو ترمنځ لومړۍ کتنه ده.
د السیسي دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د دې کتنې پر مهال ولسمشر سیسي د لیبیا د ملي بنسټونو د اتحاد او انسجام لپاره د مصر پر تعهد ټینګار وکړ.
د مصر ولسمشر د لیبیا د ټولو ګوندونو ترمنځ د همغږۍ غوښتنه هم وکړه، چې د ځنډېدلو پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د لارې یوې هراړخیزې نقشې ته زمینه برابره کړي.
د سوریې د کُردانو نیمه خپلواکه اداره وايي ترکیې څلور ملکیان وژلي
په سوریه کې د کُردانو نیمه خپلواکې ادارې، په منبج سیمه کې ترکیه د څلورو ملکیانو په وژنه تورنه کړې. له څو اوونیو راهیسې د یوه ستراتیژيک بندر د کنټرول د نیولو لپاره په دې سیمه کې نښتې روانې دي.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې د کردانو نیمه خپلواکې ادارې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې ترکیې یو وار بیا په تشرین بندر کې د خلکو غونډه هدف ګرځولې او په دغه برید سره څلور ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
په لندن کې د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې ویلي هم د ترکیې د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې د لږ تر لږه دریو ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکړی.
خو ترکیه بیا د کردستان د کارګرانو د ممنوعه ګوند پي. کا . کا اړوند د خلق مدافعینو ځواکونه تورنوي چې له څلورو لسیزو راهیسې د ترکیې د حکومت پر ضد وسله وال فعالیتونه کوي.
ترکیې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د کردانو په مشرۍ د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو اس. ډي . اف پر ضد څو عملیاتونه ترسره کړي دي.