د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۳ میلیونو ته رسېدلی


اسپانیه کې ټول‌ټال ۲۲۶ زره کسان په کرونا ویروس اخته دي.
اسپانیه کې ټول‌ټال ۲۲۶ زره کسان په کرونا ویروس اخته دي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر نږدې درې میلیونو ته رسېدلی دی.

له کرونا د مړو شمېر بیا د دوه لکو او شپږو زرو له بریده اوښتی او د هغو چې درملنه شوې شمېر اته لکه او ۷۵ زرو ته رسېږي.

په اروپا کې ځینو سره له دې چې ګڼ خلک په‌کې په ویروس اخته دي د محدودیتونو د کمولو هڅې پيل کړي چې خلک‌یې هم ملاتړ کوي.

په اسپانیه کې له شپږو اوونیو وروسته ماشومان پرون یکشنبه دباندې ووتل.

۱۱ کلن نیکولاس زیمینو چې په فوټبال بوخت و وايي له دې چې اوس د دباندې وتلو اجازه لري سخت خوشحاله دی.

یو ماشوم خپل پلار سره فوتبال کوي تر قرنطین وروسته
یو ماشوم خپل پلار سره فوتبال کوي تر قرنطین وروسته

هغه زیاته کړه: "وروستی وار چې ما فوټبال کاوه ډېرې ورځې پرې تېرې شوې وې، ډېر وخت ووت چې زه دباندې سړک ته نه‌وم راوتلی دا چې اوس بیا راووتلم سخت ټول شیان راباندې ښه لګېږي."

اسپانیه په کرونا ویروس د اخته خلکو په لحاظ په ګرده نړۍ کې تر امریکا وروسته دوهم مقام لري او د مړو په لحاظ تر امریکا او ایټالیا وروسته په درېیم ځای کې ده.

هلته ټول‌ټال ۲۲۶ زره کسان په کرونا ویروس اخته دي او له ډلې یې ۲۳ زره تنه مړه شوي، خو د هغو کسانو چې درملنه شوې هم له ۱۱۷ زرو پورته شوې ده.

د اسپانیې صدراعظم پدرو سانچیز په یوه ټلویېزیوني بیانیه کې پرون د ګرځېدو محدوده اجازه ورکړه او ویې‌ویل چې وضعیت له نږدې څارل کېږي.

د اسپانیې صدراعظم پدرو سانچیز
د اسپانیې صدراعظم پدرو سانچیز

هغه زیاته کړه: "غواړم اعلان وکړم چې که د کرونا ویروس خپراوی لکه اوس غوندې په یوه حال وه او ډېره مخته نه‌تله، د مې له دوهمې اجازه ده چې خلک یوازې یا له هغو کسانو سره چې اوسي د ورزش یا قدم وهلو لپاره ووځي، خو تل باید د روغتیاپالانو تعیین شوي شرایط په پام کې ونیسي."

د سانچیز پرونی اعلان د اسپانیې د خلکو له تود هرکلي سره هم مخ شو.

اروپايي ټولنه دا څو وروستۍ ورځې په دې کار کوي چې څنګه وکولای شي زیانمنو شویو برخو ته مرستې ورسوي.

ایټالیا، اسپانیه او فرانسه په ټوله اروپا کې ډېر زیانمن شوي او د کرونا ویروس له لاسه په‌کې د مړو خلکو شمېر نږدې ۸۰ زرو کسانو ته رسېږي.

سره له دې چې اروپايي ټولنه په یوه همغږي اقدام د محدودیتونو د تدریجي کمولو هڅې کوي، خو روغتیاپالان خبرداری ورکوي چې د محدودیتونو له وخت مخکې لیرې کول به د کرونا ویروس د قوي بیا راتګ وېره راولي چې ښايي اوسنۍ لاسته راوړنې هم له‌منځه یوسي.

په ځينو اروپايي هېوادونو لکه چک جمهوریت کې محدودیتونه وار له مخې په تدریجي شکل کم شوي، خو په ایټالیا کې چې په ۲۷ زرو مړو سره په ټوله اروپا کې کرونا ویروس سخته ځپلې د مې له څلورمې د محدودیت د کمولو موده ټاکل شوې.

چک جمهوریت
چک جمهوریت

د دغه هېواد حکومت خبرداری ورکړی چې خلک دې په جدي توګه له یو بل سره واټن رعایت کړي.

ایټالوي څارنوالان اوس دا قضیه څېړي چې ولې هلته کرونا ویروس ډېر ژر ټول ځای خپور شوی.

په ایټالیا کې لومړنۍ قضیه په لومباردي ښار کې د فبرورۍ په ۲۱مه ثبت شوې وه هغه وخت د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کاوه چې "کووېډ-۱۹" لا نړیواله وبا نه‌ده ګرځېدلې او د کنټرول وړ ده.

په لومباردي ښار کې سلګونه زاړه کسان مړه شوي او ان نومونه‌یې په اسنادو کې هم نه‌دي رسېدلي.

څارنوالان په دې فکر کوي چې ایا د دې قضیو لپاره جرمي دوسیې پرانیزي که څنګه.

XS
SM
MD
LG