د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

روسیه کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۶۸۱ ته لوړ شو


روسیه
روسیه

روسیې پرون د اپرېل په ۲۵مه، په یوه شواروز کې د کرونا ویروس له کبله د ۶۶ کسانو د مړینې خبر تأیید کړ چې ساری نه‌لري.

له دې سره په روسیه کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۶۸۱ ته لوړ شو.

په روسیه کې پرون چارواکو وویل چې د کرونا ویروس ۶۰۰۰ نوې مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي.

د دې هېواد رسنیو پرون وویل چې په یوه شواروز کې ۶۶ تنه د کرونا ویروس له کبله مړه شوي.

د روسیې دفاع وزارت پرون وویل چې د تور ښار په یوه پوځي اکاډمۍ کې ۸ تنه تنکي ځوانان هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.

سره له دې په روسیه کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر د غربي اروپا د یو شمېر هېوادونو او امریکا په پرتله ډېر کم دی، خو ځیني څارونکي شک لري چې د روسیې حکومت به حقیقي شمېرې خپرې کړې وي. په دې اړه چې د روسیې حکومت ښايي رښتینې شمېرې پټې ساتلې وي، پوښتنې ډېرې دي.

XS
SM
MD
LG