د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

امریکا کې د کرونا ویروس اقتصادي زیانونو سره مبارزې لپاره د مالي بستې تصویب


امریکا کې روغتیايي کارکوونکي د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو د لېږدولو پر مهال.
امریکا کې روغتیايي کارکوونکي د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو د لېږدولو پر مهال.

د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې د نږدې ۵۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت یوه لایحه تصویب کړه.

دغه تصویب شوې لایحه به د کرونا ویروس له کبله راغلي مالي زیانونه جبران کړي او د دې ناروغۍ په وړاندې پر مبارزه به ولګول شي.

د دې لپاره چې دا لایحه په قانون بدله شي اوس د ولسمشر ډونالد ټرمپ لاسلیک ته اړتیا لري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

په نړۍ کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر تر دوو میلیونو او ۷ لکو اوښتی او نږدې یو لک او ۹۱ زره کسان‌یې مړه کړي دي، خو اټکل کېږي چې دا شمېر ښايي تر دې زیات وي، ځکه په پرمختیايي هېوادونو کې کرونا ويروس په چټکۍ په خپرېدو دی.

دا اقدامات په داسې حال کې کېږي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې په تېرو پنځو اوونیو کې ۲۴ میلیونه کسان وزګاره شوي او د اروپا د مرکزي بانک مشر خبرداری ورکړی چې روان کال ښايي د دې لویې وچې اقتصاد ۱۵ سلنه نزول ولري.

بل‌خوا په اروپايي ټولنه کې حکومتي مشران د یو ټریلیون یورو په ارزښت د اقتصادي مرستې پر یوه بسته سلا شوي دي.

په امریکا او اروپا کې د دغو اقتصادي زیانونو علت د محدودیتونو او قرنطین لګول وو چې د کاروبارونو د بیا پرانیستلو لپاره‌یې فشارونه زیات کړل.

په امریکا کې هم په څو ایالتونو کې محدودیتونه په تدریجي ډول په کمېدو دي.

په اروپا کې له جرمني نیولې تر چک جمهوریت پورې چې د کرونا ویروس د اخته کېدو او په دې ویروس په مړینو کې د کموالي راپور ورکړی اوس په تدریجي ډول تجارتونه او کاروبارونه له محدودیتونو سره بېرته پرانیزي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، تر هغو چې د کرونا ویروس په وړاندې با دوامه درملنه یا واکسین نه‌وي جوړ شوی، لګول شوي محدودیتونه دې دغسې پر ځای وي.

د سازمان په خبره که داسې ونه‌شي د ويروس د خپرېدو د مخنیوي ضمني پرمختګ ښايي د دغه ويروس د خپرېدو د دوهمې څپې له کبله په چټکۍ له لاسه ووځي.

په پاکستان کې د جماعت لمونځ
په پاکستان کې د جماعت لمونځ

په همدې حال کې له مراکش څخه نیولې تر اندونیزیا پورې په میلیونونو مسلمانانو له محدودیتونو او قرنطین سره نن روژه پیل کړه.

په ګڼو اسلامي هېوادونو کې جوماتونه تړلي دي او په ډله‌ییز ډول لمونځونه منع شوي دي، خلک په ډله‌ییز ډول روژه ماتی هم نه‌شي کولای، خو د پاکستان او بنګله‌دېش په څېر ځیني هېوادونه ښايي د روغتيايي چارواکو له خبرتیاوو سره سره په جوماتونو کې په ډله‌ییز ډول خپلو لمونځونو ته دوام ورکړي او دا تجمع ښايي د کرونا ویروس د بیا خپرېدو سبب شي.

XS
SM
MD
LG