د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

روغتیا سازمان: کرونا ویروس د نړۍ هغو برخو ته په خپرېدو دی چې خوندي ګڼل کېدې


ارشیف، په بلاروس کې د کرونا ویروس له امله د مړ شوي کس تابوت
ارشیف، په بلاروس کې د کرونا ویروس له امله د مړ شوي کس تابوت

په نړۍ کې د کرونا ویروس لا هم په خپرېدو دی.

تر نن پنجشنبې پورې په نړۍ کې تر ۲ میلیونه ۶ لکه ۵۰ زره ډېر کسان په دې ویروس اخته شوي او تر یو لکو ۸۰ زره ډېر ورڅخه مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې عمومي رئیس خبرداری ورکړ چې دا ویروس اوس د نړۍ هغو برخو ته هم خپرېږي چې تر دې مهال خوندي ګڼل کېدې.

د روغتیا نړیوالې ادارې عمومي رئیس تدروس ادهانوم ګبریاسوس وايي، اکثره هېوادونه د کرونا یا 'کووېډ-۱۹' ویروس د خپرېدو په لومړیو پړاوونو کې دي او په ځینو سیمو کې دا ویروس بیا په خپرېدو دی.

ده په عین حال کې هیله وښوده چې امریکا به د روغتیا له نړیوالې ادارې سره د خپلو مرستو د درولو پرېکړه بېرته واخلي.

د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدروس ادهانوم ګبریاسوس
د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدروس ادهانوم ګبریاسوس

د روغتیا نړیوالې ادارې عمومي رئيس چې د وېډیو کنفرانس له لارې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل "مه‌تېروځئ، موږ باید اوږد مزل وکړو. دا ویروس به ډېره موده زموږ سره پاتې شي."

ډاکتر تدروس زیاته کړه، د افریقا په ځینو هیوادونو او همداراز منځنۍ او جنوبي امریکا کې د کرونا ویروس په چټکه خپرېږي چې د اندېښنې وړ ده.

ده د نړیوالو الوتنو د ژر لغوه کېدو په وړاندې خبرداری ورکړ، ویې‌ویل باید په دې برخه کې له دقته کار واخیستل شي.

له بلې‌خوا د روغتیا نړیوالې ادارې یوه بل چارواکي ډاکتر مارک رایان هم د هېوادونو ترمنځ د الوتکو د تګ راتګ په وړاندې خبرداری ورکړ.

خو د روغتیا نړیوالې ادارې عمومي رئيس ډاکتر تدروس وايي، هیله لري چې د امریکا متحده ایالات به له دې ادارې سره خپلې مرستې بیا پیل کړي ځکه چې د روغتیا د نړیوالې ادارې مرستې په درسته نړۍ کې د انسانانو د ژوند لپاره خورا مهمې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د حمل په ۲۶مه نېټه وویل چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله له رامنځته شوي بحران سره په مبارزه کې د پاتې راتلو په خاطر د ملګرو ملتو د روغتیا له نړیوالې ادارې سره خپلې مرستې دروي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې دا نړیواله اداره د خپلې اصلي دندې په ترسره کولو کې ناکامه شوې ده.

ټرمپ په دې ادارې تور پورې کړ چې د کرونا د خپرېدو په مرکز یعنې د چین په ووهان ښار کې یې له حقیقته خلک خبر نه‌کړل.

XS
SM
MD
LG