د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

'تر وخت مخکې د محدودیتونو کمول د کرونا ویروس خپرېدل چټکوي'


د امریکا په متحدو ایالتونو کې ګڼو خلکو اعتراض کړی او ویلي یې دي، روان قرنطین د دوی د اقتصادي زیانونو سبب شوی دی.
د امریکا په متحدو ایالتونو کې ګڼو خلکو اعتراض کړی او ویلي یې دي، روان قرنطین د دوی د اقتصادي زیانونو سبب شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړ، چې تر وخت مخکې د محدودیتونو او قرنطین ختمول به یو وار بیا د کرونا وایروس خپرېدل چټک کړي.

دغه سازمان غوښتنه وکړه، چې په ګڼو هېوادونو کې دې لګول شوي محدودیتونه په تدریجي ډول راکم شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ حکومتونو ته خبرداری ورکړ، چې د کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ د خپرېدو د مخنیوي په هدف لګول شوي محدودیتونه او قرنطین باید په تدریجي ډول کم کړي.

د روغتیا په نړیوال سازمان کې د اسیاپسفیک د لویدیځې ساحې د برخې مشر تاکیشي کاسای د سې شنبې په ورځ په یوه کنفرانس کې وویل: "د کوویډـ۱۹ په وړاندې دا مبارزه به ډېر وخت ونیسي، دا مهمه ده چې د ژوند پر نوې لار غور وکړو، هغسې چې مې ویلي اشخاص باید دا مبارزه د خپل ژوند د یوې برخې په توګه ومني او عملي یې کړي، موږ له خصوصي سکټور څخه غواړو چې د خطر د کمولو لپاره پر لارو چارو غور وکړي."

کاسای وویل، د کرونا ویروس خپرېدل باید د دې سبب نه شي چې د پولیو، تبرکلوز، شري یا سرخکان او نورو ناروغیو په وړاندې د واکسین پروګرامونه مختل شي، که نه د ده په خبره اغېزمن شوي روغتیايي سیسټمونه به نور هم ګډوډ شي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړ، چې تر وخت مخکې د محدودیتونو او قرنطین ختمول به یو وار بیا په نړۍ کې د کرونا وایروس خپرېدل چټک کړي.

ایټالیا چې په کرونا ویروس له سختو ځپل شویو هېوادونو دی، د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ځینې لګول شوي محدودیتونه به د مې میاشتې په لومړیو کې راکم کړي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې ګڼو خلکو اعتراض کړی او ویلي یې دي، روان قرنطین د دوی د اقتصادي زیانونو سبب شوی دی.

د سې شنبې په ورځ په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر دوه نیمو میلیونو واوښت.

له دې ډلې تر سې شنبې شا و خوا یولک او ۷۲زره کسان مړه شوي او شپږ لکه او شپېته زره کسان روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG