د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

د اقتصادي فعالیتونو په بیا پیلېدو د ځینو ایرانیانو اندېښنې


ایران کې له پرون دوشنبې هغه کاروبارونه چې حکومت "کم خطره" ګڼلي د خلکو پرمخ پرانیستل شول.
ایران کې له پرون دوشنبې هغه کاروبارونه چې حکومت "کم خطره" ګڼلي د خلکو پرمخ پرانیستل شول.

په ایران کې د کاروبار د زیاتو ځایونو په پرانيستل کېدو سره، خلکو ته د کرونا ویروس د لا خپرېدو اندېښنې پیدا شوي دي.

له پرون دوشنبې هغه کاروبارونه چې حکومت "کم خطره" ګڼلي د خلکو پرمخ پرانیستل شول، خو له ایرانه په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې ښارونه، په ځانګړي ډول تهران د پخوا غوندې له ګڼه ګوڼې ډک دی.

د ایران د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې تر ۸۳ زرو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته دي او تر ۵۲۰۰ ډېر کسان په دې ویروس مړه شوي دي.

په ایران کې بازارونه او پلورنځي پرون دوشنبه پرانیستل شول او له کورونو د خلکو وتل تر حد زیات شول.

د تهران ښار یوه څنډه
د تهران ښار یوه څنډه

د غالۍ خرڅولو په څېر دکانونه او زرګرۍ هم چې د خلکو لومړنۍ اړتیاوې هم نه ګڼل کېږي، د حکومت له خوا د محدودیتونو تر لیرې کولو وروسته پرانیستل شول.

د ایران وګړي وايي، که په کورونو کې پاتې شي، هېڅ ډول مالي مرسته نه ورکول کېږي، ځکه نو مجبوره دي چې د کار و بار لپاره ووځي.

د تهران اوسېدونکې عمادي چې ۴۷ کلنه ده او وايي هېڅوک له خلکو سره مالي مرسته نه کوي، ځکه نو د کرونا وایروس خطر پر ځانونو مني، د کار و بار لپاره له کورونو وځي.

هغه زیاتوي: "د ایران یعنې زما د هېواد وګړي له دوو ذهني فشارونو سره لاس و ګرېوان دي، یو دا چې که پر کورونو کښېنو، څوک به زموږ مصارف راکوي، دویم دا چې که بهر ووتو، نو هر څه به پر ځانونو منو."

خو تر یوې نیمې میاشتې وروسته د دکانونو بیا پرانیستل کېدل ډېرو کسانو ته ښه خبر نه دی، ځکه په ایران کې د کرونا ویروس خپرېدو ته په پام سره ځینې بنسټونه د کرونا ویروس د دویمې څپې احتمال ویني.

ځکه نو ځینې کسان د کرونا ویروس د خطر پر ځای په کورونو کې پاتې کېدل او اقتصادي مجبوریتونه غوره ګڼي.

علي حاجي محمد په تهران کې دکان لري او شکایت لري، چې په یوه نیمه میاشت کې هېچا مالي مرسته نه ده ورسره کړې، ځکه نو له مجبورۍ له کوره وتلی.

هغه وايي: "څرنګه چې زموږ مغازه ۴۵ ورځې بنده وه، زموږ عواید صفر وو، په ۴۵ ورځو کې مو هېڅ عواید نه درلودل."

د رویټرز اژانس خبریال د پلازمېنې تهران بېلابېلو سیمو ته ورغلی او د دغه ښار بشپړ ویډيويي راپور یې برابر کړی دی.

په ویډیو کې ښکاري چې په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده او صرف د ځینو پلورنځیو مخې ته صحي تدابیر تر سترګو کېږي، چې یوازې د خلکو د تبې درجه کتل کېږي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني دوې اوونۍ مخکې اعلان وکړ، چې د اپرېل میاشتې پر ۱۱مه به څو ښارونو کې کم خطره کار و بارونه پرانیستل شي او تر هغه یوه اوونۍ وروسته به د اپرېل پر اتلسمه په تهران کې هم ورته اقدام کېږي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

که څه هم ویل شوي وو، چې په ایران کې به سپورټي کلبونه، ښوونځي، پلورنځي، زیارتونه، جوماتونه او پوهنتونونه تړلي وي، خو راپورونه وايي، پر لارو او سړکونو د خلکو پراخ حضور د اندېښنې وړ ښکاري.

د ایران د روغتیا وزارت د اعلان له مخې، په دغه هېواد کې تر ۸۳زرو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته دي، چې دا په منځني ختیځ کې تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کېږي.

په وروستیو دوو اوونیو کې شدید انتقادونه کېدل چې د ایران حکومت د کرونا ویروس مخنیوی ښه نه دی سمبال کړی او اوس محدودیتونه هم لیرې کوي.

خو د ایران رژیم وايي د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو تر څنګ د ایران اقتصاد هم باید فعال وي او د مشرتابه په استدلال د کار و بار هغه مرکزونه چې خطر یې کم دی، باید فعال وي.

XS
SM
MD
LG