د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

امریکا ته پر کډوالۍ بندیز لګول کېږي


د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د لنډې مودې لپاره دغه هېواد ته پر کډوالۍ بندیز لګوي.

هغه به د دې اقدام لپاره یو فرمان صادر کړي.

په امریکا کې په کوېډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر له ۴۰ زره زیات شوی دی.

ډونالډ ټرمپ پرون د اپرېل په ۲۰مه، په یوه ټويټ کې کرونا ویروس پټ دښمن بللی او لیکلي یې دي چې د دې دښمن د ماتولو او د دې لپاره چې ډېر امریکایان له کارونو ونه ایستل شي، باید داسې یو فرمان لاسلیک کړي چې د کډوالۍ یا مهاجرت بهیر د لنډې مودې لپاره ورسره بند شي.

د دې خبر جزئیات لا نه دي خپاره شوي او لا نه ده څرګنده شوې چې ولسمشر ټرمپ به کله دا فرمان لاسلیک کړي.

خو د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر تر دې وړاندې، په ویاړ پر دې خبرې کړې چې اروپا او چین ته یې په سفر له څو اوونیو راهیسې بندیز لګولی دی.

د امریکا متحدو ایالاتو ته د کډوالۍ او بل هر ډول سفر لپاره پر ویزه په موقت ډول بندیز لګېدلی دی.

د کرونا ویروس د خپرېدو له امله تر ۲۲ میلیونه زیات امریکایان بې کاره شوي دي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ایالتي مشران اوس پر دې کار کوي چې څرنګه یو پلان جوړ کړي چې پر اساس یې په ایالتونو کې کرار کرار د کرونا ویروس د خپرېدو له امله لګېدلي بندیزونه لري کړي.

د امریکا فدرالي حکومت او ایالتي ادارې هڅه کوي چې د بندیزونو د نرمولو داسې یو پلان جوړ کړي چې د کرونا ویروس د بلې جوپې د راتګ مخنیوی وکړي.

په همدې حال کې، د امریکا د عامې روغتیا په سکټور کې لوړ پوړی چارواکي، ډاکتر انتوني فوچي خبرداری ورکړی چې نورمال حالت ته د ستنېدو لپاره ګامونه باید په ډېر احتیاط واخیستل شي او باید تر هغه وخته چې کرونا ویروس تر کنټرول لاندې کېږي، انتظار وشي.

د امریکا د عامې روغتیا سکټور لوړ پوړی چارواکی ډاکتر فوچي
د امریکا د عامې روغتیا سکټور لوړ پوړی چارواکی ډاکتر فوچي

ډاکتر فوچي دامریکا اې بي سي ټلوېزویون ته وویل: "تر هغه وخته چې دا ویروس په حقیقت کې زموږ تر کنټرول لاندې نه شي، پر اقتصادي بیارغونه کار نه شي کېدلای."

د امریکا په کانګرس کې وکیلانو د ۴۵۰ بیلیون ډالرو پر یوه لایحه کار تقریباً بشپړ کړی چې د کوچنیو شرکتونو خاوندانو او روغتونونو سره د مرستې لپاره ولګول شي.

په امریکا کې پرون د تېلو نرخ دومره ټيټ شوی و چې په تاریخ کې یې ساری نه شته خو نن بېرته یو څه لوړ شو.

تر سخت اقتصادي فشار او د ډاکتر فوچي له خبرداري سره سره د یو شمېر ایالاتونو د ډېرو جمهوري غوښتونکو مشرانو اعلان کړی چې په دې اوونۍ کې به په تدریجي ډول یولړ بندیزونه لري کړي.

خو د یو شمېر ایالاتونو والیان خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د ډېرو خلکو د معاینې لپاره ضروري وسایل نه لري له دې او هغه کسان چې په کرونا ویروس اخته کېږي خو د ناروغۍ علایم په کې شدید نه وي، کولائ شي چې د ویروس دوهمه جوپه راولي او دا ویروس په چټکۍ بیا خپور کړي.

ځینو لویو شرکتونو لکه د بوینګ الوتکو جوړونکو او د کیا موټرو جوړونکو ویلي چې کار به له سره پېل کړي.

په اروپايي هېوادونوکې هم د بندیزونو د نرمېدو نښې لیدل کېږي.

په یو شمېر هېوادونو لکه ایټالیا ، اسپانیا او جرمني کې چې ویروس په شدت خپور شوی وو، وضعیت د ثبات پر لور روان بلل کېږي.

په اروپا کې مخکې تر دې چې وضعیت د کرارۍ پر خوا ولاړ شي، یو لک انسانان په کرونا ویروس مړه شوي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون په وینا، په ټوله نړۍ کې دوه نیم میلیونه انسانان په کرونا ویروس اخته شوي او تر ۱۷۰ زره زیات وګړي مړه شوي دي.

د روغتیايي چارو څارونکي په دې باور دي چې په کرونا ویروس د اخته وګړو اصلی شمېر او له دې کبله د مړو حقیقي رقم ښایي زیات وي.

د روغتیا دنړیوال سازمان مشر تیدروس ادانوم ګیبریسوس
د روغتیا دنړیوال سازمان مشر تیدروس ادانوم ګیبریسوس

د روغتیا دنړیوال سازمان مشر تیدروس ادانوم ګیبریسوس خبرداری ورکړی چې کرونا ویروس به په غریبو او د ودې په حال کې هېوادونو خلکو ته ډېر تاوان ورسوي.

هغه ویلي چې بده ورځ لا را روانه ده.

XS
SM
MD
LG