د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

د تنفس له لارې هوا ته پاشل شوې ذرې څومره وخت دوام کوي؟


د کرونا ویروس اخیستل شوې نمونه
د کرونا ویروس اخیستل شوې نمونه

د تنفس له لارې هوا ته پاشل شوې ذرې څومره وخت په هوا کې دوام کوي؟ په ځانګړي ډول هغه ذرې چې په کرونا ویروس ککړې وي.

د هوا له لارې د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' د انتقال او خپرېدو په اړه د ګډو څېړنو لومړني نتایج ښيي، هغه تنفسي ذرې چې په دغه ویروس ککړې وي، تر هغه څه ډېر زیات وخت په هوا کې پاتې کېدای شي چې مخکې یې اټکل شوی و.

په دې اړه د فنلند څلورو تحقیقاتي بنسټونو د یوې پروژې له لارې څېړنه کړې ده.

د دغو تحقیقاتو له مخې دا ډېره مهمه ده چې په عمومي سرپټو ځایونو کې له راغونډېدو او ګڼه ګوڼې ډډه وشي، ځکه دا کار د تنفس یا ساه له لارې په کرونا ویروس د ککړو کوچنیو ذرو په مرسته انسان ته د کرونا ویروس د لېږد خطر کموي چې لا هم د کرونا ویروس د لېږد اصلي مسیر ګڼل کېږي.

الټا پوهنتون د میټرولوژۍ ادارې او د فنلنډ د تخنیکي تحقیقاتو مرکز یا (VTT) د هلسنکي له پوهنتون سره یوځای دا څېړنه کړې چې په کرونا ویروس ککړې وړې هوايي ذرې چې د ټوخي، پرینجي یا حتی خبرو له کبله له تنفسي لارې له انسانه خارجېږي، په هوا کې په څرخېدو وي او دا ذرې دغه خطرناک ویروس له ځان سره لېږدوي.

دغه څېړنه د شااوخوا ۳۰ څېړونکو له‌خوا شوې چې په یوه ماډل کې یې په کرونا ویروس د ککړو ذرو انتقال څېړل شوی دی.

دوی هغه وضعیت څېړلی چې په ویروس اخته کس په‌کې د یوې مغازې د طاقچې په وړاندې پرنجېږي او له هغه ځایه ځي.

په څېړنه کې معلومه شوې چې په کرونا ویروس ککړې دغه ذرې چې په کرونا اخته کس هوا ته پاشلي په اسانۍ هغو کسانو ته انتقالېږي چې دغه ځای ته نږدې دي.

په یوه مغازه کې د پېرېدونکو پر لاسونو د ویروس ضد اوبلن موادو پاشل
په یوه مغازه کې د پېرېدونکو پر لاسونو د ویروس ضد اوبلن موادو پاشل

د دغو څېړنو له مخې څېړونکي وايي د وچ ټوخي پر وخت چې په کرونا ویروس د اخته کېدو لومړنۍ نښې دي، له پزې او خولې د پاشل شویو ذرو اندازه تر ۱۵ مایکرومټر کمه وي.

د دغو څېړونکو په وینا، په دې اندازه وړې ذرې پر ځمکه نه‌کېني، بلکې د هوا له جریان سره سم حرکت کوي یا د هماغه ځای په فضا کې پاتې کېږي.

د 'انفلونزا A' په اړه چې له ډېرو معمولي انفلونزا یا والګي ګڼل کېږي، څېړنې ښيي چې د 'انفلونزا A' ویروس تر ۵ مایکرومټرو هم کوچنی کوي.

ځکه نو د فنلنډ د دغو څلورو تحقیقاتي بنسټونو څېړونکي ټینګار کوي چې په کرونا ویروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره په کار ده خلک له ګڼه ګوڼې ډکو ځایونو ته لاړ نه‌شي، په ځانګړي ډول هغه ځایونه چې سرونه‌یې بند وي، لکه لویې مغازې.

لاسونه د ورځې څو وارې په صابون پریمنځل شي.
لاسونه د ورځې څو وارې په صابون پریمنځل شي.

په څېړنه کې په جسمي لحاظ له نورو خلکو پر لیریوالي، په کور کې د پاتې کېدو او د ټوخي یا پرینجي په وخت کې په لستوڼي یا دستمال د پزې او خولې د پټولو او په صابون د لاسونو د بیا بیا مینځلو سپارښتنه شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي له کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' د خوندیتوب لپاره په کار ده لاسونه د ورځې څو وارې په صابون او هر وارې لږ تر لږه د ۲۰ ثانیو لپاره پرمینځل شي.

XS
SM
MD
LG