د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۷۸۴ ته ورسېدې


افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۷۰ مثبتې پېښې ثبت شوې.
افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۷۰ مثبتې پېښې ثبت شوې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد کې د کرونا ۷۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت ویاند وحید مایار وایي، د دغو پېښو له ډلې ۳۱ په کابل، ۲۲ په هرات، ۳ په کندهار، ۳ په غزني، ۲ په میدان وردک، ۲ په کونړ، ۲ په ننګرهار، ۱ په فاریاب، ۱ په ارزګان، ۲ په نیمروز او ۱ په بغلان ولایت کې رامنځته شوي.

له دې سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۷۸۴ ته پورته شو.

تر پرون ورځې پورې له دې امله د مړو شویو افغانانو شمېر ۲۳ ښودل شوی و.

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په اکثرو ښارونو کې ګرځ‌بندیز لګېدلی دی او یو شمېر ښارونو کې نوی دغه ګام پلی کېږي.

له دې ډلې نن په کندهار ښار کې د خلکو په ګرځېدو کلک بندیز ولګېد.

XS
SM
MD
LG