د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د مړ شوي ډاکتر آریوبي ۳۵ کسیزه کورنۍ په کوم وضعیت کې ده؟


ډاکتر یوسف آریوبي
ډاکتر یوسف آریوبي

ډاکتر یوسف آریوبي ۲ ورځې وړاندې په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله ومړ.

د ښاغلي اریوبي تر مړینې یوه ورځ مخکې خور یې هم د کرونا ویروس له امله مړه شوې ده.

د ډاکتر یوسف آریوبي زوی قدرت الله وایي، د کرونا ویروس د ورخپرېدو له امله یې ۳۶ کسیزه کورنۍ سر بداله شوه.

یوسف اریوبي ۳ لورګانې او ۱ زوی لري چې له ۴ وروڼو سره یې یو ځای د یو کور تر چت لاندې ژوند کاوه.

ډاکتر یوسف آریوبي
ډاکتر یوسف آریوبي

نوموړی د کابل صحت طفل اندراګاندي روغتون کې ډاکتر و.

د دغه ډاکتر د کورنۍ غړي وایي، ډاکتر آریوبي په خپل درملتون کې د یو ناروغ تر معاینې وروسته په دغه ویروس اخته شو.

د ښاغلي آریوبي زوی قدرت الله وایي، پلار یې د کورنۍ له ټولو غړیو سره په تماس کې و او د مړینې تر وخت یې له ټولو سره په یو دسترخوان ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ خوړله.

اوس د دغې کورنۍ ټول غړي اندېښمن دي چې په دغه وژونکي ویروس اخته شوي نه وي.

د یوسف اریوبي زوی قدرت الله وايي: "ټول ۱۳کسان لاړو او په افغان جاپان روغتون کې مو ځانونه معاینه کړل، د خور حالت مې بد و، خو اوس ښه ده، یو کاکا مې په یو پوځي روغتون کې‌‌‌‌‌‌ ډګرمن دی هغه هم اوس قرنطین دی، بل کاکا مې په کور کې قرنطین دی او دوا پاشي هم کوي او بل کاکا مې په یو بل ځای کې قرنطین دی."

د نوموړي په خبره ۱۶ کلنه مریم نومې خور یې هم په کرونا ویروس اخته شوې، سره له دې چې څو ورځې مخکې روغتیایي حالت بد وه خو اوس ښه شوې ده.

د یوسف آریوبي د مېرمنې ورور زلمی د خور او خوریانو درد اړ کړی چې د خور کور ته راشي که څه هم د دغه ویروس د انتقال ګواښ ور متوجه دی.

زلمی وایي له ۵ ورځو راهیسې د ښاغلي آریوبي له کورنۍ سره یو ځای ژوند کوي.

افغان-جاپان روغتون
افغان-جاپان روغتون

دی روغتون ته د ډاکتر آریوبي د مراجعې په اړه داسې کیسه کوي: "ابن سینا روغتون تشخیص وکړ چې ګنې محرقه دی او د محرقې درمل یې ورته ولیکل، له هغه وروسته یې چې ستونزه زیاته شوه د شهر نو بلاسم روغتون ته یې مراجعه وکړه هلته یې تشخیص ونه شو کړای، بیا انتاني روغتون ته یې یوړ هلته یې ورته وویل چې کومه ستونزه نشته یوازې رېزش یې زیات شوی."

دی وایي له هغه وروسته چې د ډاکتر آریوبي درد زیاتېږي د کورنۍ له ۱۳ غړو سره افغان جاپان روغتون ته مراجعه کوي.

د زلمي په خبره، اوس د ډاکتر آریوبي درې ورونه چې د کرونا ویروس په اخته کېدو مشکوک دي قرنطین شوي دي.

د ډاکتر یوسف آریوبي تر مړینې وروسته، یې اوس ۳۶کسیزه کورنۍ اړه شوې چې له یو بل جلا شي او بېلابېلو کورونو کې ژوند وکړي.

د دې ترڅنګ دوی وایي د کرونا ویروس له ویرې یې په وار وار خپل کورونه دواپاشي کوي.

XS
SM
MD
LG