د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۷۱۴ ته ورسېدې


د کرونا ویروس د مشکوک کس د موندلو لپاره د تبې معلومول
د کرونا ویروس د مشکوک کس د موندلو لپاره د تبې معلومول

د افغانستان عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروز الدین فېروز وایي په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۴۹ تازه پېښو په ثبتېدو سره ۷۱۴ ته ورسېد.

هغه نن په دې اړه خبري کنفرانس درلود.

تازه پېښې ۱۸ په کابل، ۱۵ په کندهار، شپږ په بلخ، څلور په هرات، څلور په غزني او دوه په ننګرهار کې ثبت شوي چې ورسره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر ۷۱۴ ته پورته شوی دی.

وزیر فېروز دا ډاډ هم څرګند کړ چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر لګېدلي محدودیت ګټه کړې ده.

هغه زیاته کړه: "په کابل کې څلور مثبتې پېښې وشوې پرېکړه وشوه چې ښار بند شي. همدا د ښارونو بندول د دې لامل شول چې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو چټکتیا کمه کړي. سمه ده چې د تشخیص ظرفیت کم دی او ځینې پېښې نه راپور کېږي، خو تر دې حده هم نه‌دي چې موږ د ډله‌ییزو قبرونو شاهد پاتې شوي واوسو."

په افغانستان کې د هغو کسانو له ډلې چې په کرونا اخته وو، تر اوسه د ۲۳ تنو مړینه تأیید شوې او د هغو چې بیا درملنه شوې شمېر ۴۰ ته رسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د لاسونو پرېولل، په کورونو کې پاتې کېدل او د غونډو د نه‌ترسراوي جدي سپارښتنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG