د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

کرونا ویروس سره مبارزې لپاره ۳۴ ولایتونو ته ۲،۳ میلیارده افغانۍ واستول شوې


د کرونا ویروس د لا خپرېدو څخه د مخنیوي لپاره د دوا پاشلو لړۍ
د کرونا ویروس د لا خپرېدو څخه د مخنیوي لپاره د دوا پاشلو لړۍ

د افغانستان مالیې وزارت له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۳۴ ولایتونو ته ۲،۳ میلیارده افغانۍ استولې دي.

مالیې وزارت وايي دغه پیسې یې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ استولي او دا رقم د هغو ۶،۶ میلیارده افغانیو برخه ده چې د عامې روغتیا وزارت ته د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ورکړل شوې دي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۲۶» ازادي راډیو ته وویل، دا پیسې د افغانستان له ملي بودجې څخه تعدیل شوي دي او مستقیماً د ټولو والیانو په واک کې ورکړل شوې دي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي

خو که د ملي بودجې پیسې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ورکړل شي، د هغو پروژو برخلیک به څه وي چې د ملي بودجې د سند له مخې ورته دا پیسې ځانګړې شوې وې؟

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي: "دا ټولې پیسې د افغانستان له ملي عوایدو څخه دي. ولې چې کله نړیوال همکاران هغه مرستې چې موږ ته‌یې راکوي، له هغې څخه بېرته مو پیسې په ملي بودجه کې اضافه کوو، څو هغه پروژې چې په پلان کې دي او یا نور موارد دي، له ستونزو سره مخ نه‌شي."

د مالیې وزارت له‌خوا په دې پیسو کې تر ټولو ډېرې یې درې ولایتونو ۵۰۰ میلیونه کابل، ۴۰۰ میلیونه‌یې هرات او ۱۵۰ میلیونه‌یې بدخشان ته ځانګړې شوې دي.

په دوهم ګام کې د کندهار، کندز، بغلان او تخار ولایتونه دي چې ۱۰۰ـ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ورته ورکړل شوې دي.

په درېیمه درجه کې بیا د پکتیا، غزني او خوست ولایتونه دي چې ۶۰ـ۶۰ میلیونه افغانۍ ورلېږل شوې دي.

په څلورمه درجه کې بیا ننګرهار، بلخ، هلمند، فاریاب او نیمروز ولایتونه دي چې ۵۰ـ۵۰ میلیونه افغانۍ ورته ورکړل شوې دي.

بامیان، پکتیکا، لوګر، دایکنډي، زابل او ارزګان ته ۳۰ـ۳۰ میلیونه افغانۍ او جوزجان، کونړ، فراه، لغمان، سرپل، غور، سمنګان، بادغېس، نورستان، پروان، میدان وردک، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته بیا ۲۰ـ۲۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

خو اوس د ولسي جرګې یو شمېر غړي نیوکه کوي چې د پیسو دا ډول وېش عادلانه نه‌دی.

د افغانستان د ولسي جرګې تالار
د افغانستان د ولسي جرګې تالار

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ابرارالله مراد وايي، ولایتونو ته د پیسو د ورکړې په برخه کې حکومت د ولایتونو نفوس، د کرونا خطر او ورسره خوا کې راتلونکو ګواښونو ته هېڅ پام نه‌دی کړی.

هغه زیاته کړه: "په دې اړه د ولسي جرګې سره هېڅ مشوره نه‌ده شوې. په دې اړه ارګ یو ګروپ جوړ کړی او هغوی دا تقسیمات کړي، موږ په هېڅ ډول جریان کې نه‌یوو."

نیمروز چې اوس‌مهال په‌کې له کابل، هرات او کندهار وروسته د کرونا ډېرې پېښې ثبت دي او تر خوا یې ایران ته د تګ راتګ یوه لاره هم ګڼل کېږي، په ولسي جرګه کې یې استازي نیوکه کوي چې دې ولایت ته لېږل شوې پیسې د اړتیا په پرتله ډېرې کمې دي.

هرات
هرات

په ولسي جرګه کې د نیمروز استازې فریده حمیدي هم وايي، د ځینو ولایتونو په حق کې جفا شوې ده.

هغې زیاته کړه: "سرحدي ولایتونه چې زیاتې ستونزې لري، همد اوس لږترلږه له نیمروز څخه په ورځني ډول نږدې ۳ زره کسان افغانستان ته راځي. ولې هغه ولایتونه چې د کرونا هېڅ قضیه په‌کې نه‌شته، د دې ولایت په انډول پیسې ورکړل شوي. دا لویه جفا ده."

خو د افغانستان د مالیې وزارت بیا وايي، هر ولایت ته د اړتیا، د کرونا ویروس متوجې ګواښ او تر خوا یې نفوس ته په کتو پیسو لېږل شوې دي.

په افغانستان کې اوس‌مهال کې د کرونا وایروس ۷۱۴ پېښې ثبت شوي چې تر ټولو ډېرې یې په هرات، کابل، کندهار، نیمروز او بلخ ولایتونو کې دي.

XS
SM
MD
LG