د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

امریکا ته د کډوالو پر ورتګ د ټرمپ بندیز او د اپوزېسیون غبرګونونه


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا متحد ایالاتو ته د کډوالو پر ورتګ بندیزونه سخت کړي دي.

دی وایي چې د کرونا ویروس له امله چې کوم امریکایي کارګر له کارونو وتلي دي د هغوی غم باید وخوړل شي، خو د ولسمشر ټرمپ پر دې پرېکړې اپوزېسیون ګوند سخت انتقاد کړی دی او ویلي یې دي چې په دې ډول د امریکا دننه د کډوالو ضد احساسات پارېږي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وایي چې د موقت وخت لپاره به متحده ایالاتو ته د کډوالو د ورتګ چارې د دې لپاره ودروي چې د خپل هېواد دننه د کارګرو ملاتړ وکړي.

دا یو جنجالي ګام دی او انتقاد کوونکي خبرداری ورکوي چې له دې سره به په متحده ایالاتو کې چې کرونا ویروس هم خپور شوی دی، اختلافات ژور شي.

ډونالد ټرمپ چې په راروان نومبر کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته درېدلی دی. پرون‌یې وویل چې یو اجرایي فرمان به ورکړي چې د ۶۰ ورځو په مخه د ګرین کارډونو ورکړه بنده شي او په دې ډول به د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي چارو ته پاملرنه زیاته کړي.

کرونا ویروس تر اوسه د امریکا په متحده ایالاتو کې تر ۴۵ زره ډېر کسان وژلي دي او نور څه باندې اته لکه ۱۰ زره په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په متحده ایالاتو کې لږترلږه ۲۲ میلیونه کسان بې‌کاره شوي دي، ځکه چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره بندیزونه لګېدلي دي.

ولسمشر ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، دا به ناسمه وي او انصاف به نه‌وي چې د دې ویروس له امله امریکایان بې‌کاره شي او د هغوی پر ځای نوي مهاجر کارګر له بهره راشي ځای یې ونیسي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې لومړی باید امریکایي کارګرو ته پاملرنه وکړي.

د امریکا ولسمشر بیا وویل چې دا اجرایي فرمان به پر هغو کسانو نه‌تطبیقېږي چې متحده ایالاتو ته د لنډ وخت په مخه ورځي، خو ممکنه ده چې تر ۶۰ ورځو وروسته هم دا فرمان تمدید شي.

د ولسمشر ټرمپ د دې پرېکړې په خاطر ډیموکراتانو او انتقاد کوونکو دی تورن کړی دی چې د مهاجرو ضد احساسات پاروي او په دې ډول له کرونا ویروس سره مبارزه ټکنۍ کېږي.

څو اوونۍ وروسته تر دې چې په امریکا کې بندیزونه لګېدلي دي د ټرمپ اداره او د ایالتونو والیان هڅې کوي چې بندیزونه تدریجي لیرې کړي، خو په دې ډول چې د کرونا ویروس بله څپه ورسره رانه‌شي.

په نیویارک کې په کرونا ویروس اخته کس روغتون ته د لېږدولو پر مهال
په نیویارک کې په کرونا ویروس اخته کس روغتون ته د لېږدولو پر مهال

شااوخوا شپږو ګورنرانو (والیانو) چې اکثر یې د جمهوري غوښتونکي حاکم ګوند غړي دي، روانه اوونۍ د بندیزونو د نرمولو هڅې پيل کړې او په څو ایالتونو کې خلکو مظاهرې کړې دي چې بندیزونه لیرې کړي.

د بندیزونو د لیرې کېدو له فشارونو سره سم په نیوجیرسي، پنسلوانیا او میشیګان کې د کرونا ویروس له امله د ۸۰۰ کسانو د مړینې خبرونه خپاره شول.

نیویارک چې کرونا ویروس په‌کې زیات خپور شوی دی هلته د ۴۸۱ نویو تلفاتو خبر ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG